په کابل ښار کې د ولسي جرګې یو پخوانی غړی وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۰) زرغون خوږیاڼی

تېر ماښام د کابل ښار په اتمه حوزه کې د ولسي جرګې یو پخوانی غړی داکتر اسدالله همت یار د نا معلومو وسله والو لخوا وژل شوی.

د کابل د اتمې امنیتي حوزې امر محمد داوود پکتیا وال ویلي، چې د ولسې جرګې دغه پخوانی غړی په کابل کې ستانکزي مېنې ته نږدې په خپل کور کې د تومانچې پر ډزو وژل شوی دی.

محمد داوود ویلي، چې تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو علت نه دی معلوم او د وسله والو کسانو د نیولو په اړه پلټنې روانې دي.

اسدالله همت یار د تیرې دورې په ولسي جرګه کې د لوګر ولایت د خلکو استازی و.

د یادونې وړ ده، چې په کابل ښار کې د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په نښه کول د خلکو اندنيښنې راپارولي دي، چې څنګه د نورو ولایاتو خلک په کابل کې د وسله والو لخوا په نښه کیږي او وژل کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button