د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټويټر حساب هک شوى

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۱۰) زرغون خوږياڼی
د افغانستان د اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د ټويټر حساب د ناڅرګندو هکرانو له خوا هک يا غلا شوى دى.
د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل دغه موضوع تاييد کړې ده.
ده ويلي، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مطبوعاتي ډله هڅه کوي، چې د عبدالله حساب يا اکاونټ بېرته ترلاسه کړي.
ځینو رسنیو ویلي، چې د ډاکټر عبدالله په ټويټر پاڼه کې د جنبش روشنايی په پلوۍ لیکني شوې وې، کیدای شي چې په خپله عبدالله نه وي ليکلي.



