د بشري حقونو د څار اداره: د دوستم ملیشو فاریاب کې ملکي خلک وژلي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۰) زرغون خوږیاڼی
د بشري حقونو د څار اداره یا یوناما ويلي، چې د افغان ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال، رشید دوستم ملیشې د عامو خلکو ژوند ته لوی ګواښ پېښ کړی او خپلسري وژنې یې کړي دي، چې باید محاکمه شي.
د یوناما په د څيړنې په وروستي راپور کې راغلي، چې په فاریاب کې د دوستم د ملېشو د عامو خلکو په وژلو لاس پورې کړی.
په راپور کې راغلي، چې د جون میاشتې په ۲۶ نېټه افغان امنیتي عسکرو او د دوستم وسله والو په فاریاب ولایت کې عملیات وکړل، چې پر مهال یې د جنبش ملېشو ۱۳ بې ګناه وګړي و وژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل.
راپور روښانه کړې، چې له عملیاتو وروسته هم د دوستم ملېشو پر یو شمېر کلیو او بانډو بریدونه کړي، ځینې کورونه یې وسوځول، ۵ عام کلیوال یی ووژل او ۱۲ نور یې ټپیان کړل.
کابل کې د بشري حقونو د څار ادارې له افغان حکومته د دوستم د محکمه کیدلو غوښته کړې او ویلي یې دي، چې فاریاب ولایت کې د دغو ملېشو له لوري د عامو خلکو د وژلو قضیه باید په جدي توګه وڅېړل شي او عاملین یې باید محاکمه شي.
کابل کې د بشري حقونو د څار ادارې مشرې پتریشیا ګروسمن په افغان حکومت غږ کړی، چې د دوستم ملیشې د کلیوالو خلکو د ژوند لپاره جدي ګواښ دی، چې افغان حکومت یې باید پر وخت غم وخوري.
نوموړې ویلي: فاریاب کې د دوستم ملېشو له لوري د عامو خلکو وژل د دې ډلې د خپلسرۍ او شرارتونو د دوام په معنا دی.



