طالبان: په میوند کې مو دوه پوستې نیولي او شل تنه عسکر وژل شوي.

کابل ټکی کام شنبه، ۱۳۹۵ل زمری ۱۰مه (بصیراحمد پاڅون)
تیره شپه د کندهار ولایت میوند ولسوالۍ په بند تیمور حاجيخیل سیمه کې طالبانو د حکومتي ځواکونو په پوستو باندې تهاجمي بریدونه کړي او درنې نښتې شویدي.
طالبان وایي چې دوې پوستې یې د ګڼ شمیر وسلواو پوځي توکو سره نیولي او شل تنه عسکر او پولیس یې وژلي پاتې نور یې په تیښته بریالي شويدي.
د کندهار ولایتي چارواکو تر دې وخته د میوند د جګړې او تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو وایي چې په نیښ ولسوالۍ کې یې ۱۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولي ده.
طالبانو تر دې دمه د نیښ ولسوالۍ کې د حکومتي چارواکو د ادعاوو په اړه څه ندي ویلي.
په کندهار، هلمند، بدخشان او جوزجان ولایتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې نښتې روانې دي.
په جوزجان ولایت کې دفاع وزارت ادعا کړي چې ۲۰ تنه طالبان یې وژلي خو طالبان یې ادعا بې بنسټه ګڼي او وایي چې اووه تنه پولیس یې د آقچې په ولسوالۍ کې وژلي دي.


