برهان الدین رباني له جنرال حمیدګل څخه غوښتي وو، چې له ما سره د مشاور په حیث دنده اجرا کړه

مصدق اکرم اسحق زی

په ښکاره توګه خو جمعیت اسلامي او شورای نظار د پاکستان ضد څیره خپل کړې او کوښښ کوي، چې د ای ایس ای مارک واغوندي. اما کله چې شوروي لخوا د افغانستان خاوره اشغال شوې وه، له اسلامي حزب نه وروسته جمعیت اسلامي دویم ګوند و، چې مالي او نظامي امکانات د سي ای ای څخه د ای اس ای په واسطه تر لاسه کول.

د دې ترڅنګ د پاکستان دولت استخباراتي سازمان اسانتیاوې او د نظامي زده کړو مرکزونه د ( بډه بېرې قلعه) کې یې د احمد شاه مسعود تر رهبرۍ لاندې او د خراسان اردو د پېښور او چارسدې ترمنځ لاره کې د جمعیت او احمد شاه مسعود تر رهبرۍ لاندې وو او ددې ترڅنک په پېښور کې د رباني په نوم یو چوک هم نومول شوی وو، اوس هم د پژ‎ېښور په ارباب روډ کې یوه کوڅه د رباني په نوم ده.

 جمعیت اسلامي د کابل نیولو وروسته خپله وفاداري له ای ایس ای سره وساتله او د خاد اسناد یې ای ایس ای ته ورسپارل، د پاکستان پخوانی د استخباراتو رئیس جنرال حمیدګل او د اووه ګونو حزبونو جوړوونکي څخه يې غوښتنه وکړه، چې د برهان الدین رباني د مشاورت دنده واخلي او د هغه څخه د پاکستان شاهینشاه په صفت استفاده وکړي.
په هغه وخت کې د پاکستان ( فرشتیر پوست)  یو راپور نشره کړی و،  چې عنوان یې ( د رباني غوښتنه د جنرال حمید څخه د اردو د تشکیل د مامور په توګه).
د سرطان په ۱۲ د ۱۳۷۱ د جولای ۳ د ۱۹۱۹۲ م کال ( فرشتیر پوست) لیکلي: د پنجشنبې په شپه د سرطان ۱۱ د ۱۳۷۱ بي بي سي راپور ورکړ او اشاره یې د افغانستان ولسمشر برهان الدین رباني ته  وکړه، چې جنرال حمید ګل د پاکستان نظامي استخباراتو پخواني ریس څخه د “جنګ خدمت “په بدل کې د سر او سامان حفاظت او د دویم ځل لپاره د افغانستان اردو څخه به بیا استفاده وکړای شي.

 د بي بي سي راپور مطابق( ۱۰۰) زره مجاهدین، چې ډیری یې د افغانستان د شمالي منطقو څخه وو او د احمد شاه مسعود د رهبرۍ لاندې د کابل څخه د نورو وسلوالو ډلو په  پاکولو کې مصروف وو، په راپور کې ادامه ورکوي او  وایي: مسعود د یو سوال په ځواب کې یې وویل: مونږ د پاکستان او ترکیې څخه غواړو، چې زمونږ د اردو په تشکیل کې مرسته وکړي.

 وروسته د هېواد د اردو د تالاشۍ فرمان صادر کړ او د پنجشنبې په شپه دوی د راډېو له لارې په خلکو غږ وکړ او ددغې لارې یې د شپې نظامیان، ملي امنیت لغوه اعلان کړل او د یو اسلامي نظام رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه… ورځ پاڼې ” جنګ ” چاپ راولپینډي د جون په ۲۷ د ۱۹۹۲ م کال کې وایي: د افغانستان جمهور ریس برهان الدین رباني په اسلام اباد کې د جنرال حمید ګل سره په یوه لیدنه کې د حمید ګل څخه مننه او قدرداني وکړه او دده څخه یې غوښتنه وکړه، چې کابل ته دې راشي او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مشاور په حیث دې له مونږ سره وظیفه اجرا کړي!.

 خو حمید ګل د مننې  ترڅنګ د افغانستان د ولسمشر په ځواب کې وویل، چې زه به هیڅ پاچا ونه منم او په څو پارګرافونو کې د راپور په پای کې د جنګي ولایتونو د تنظیمونو جمعیت اسلامي ، حزب اسلامي او د دوستم د ملیشو نه یادونه کړې ده.

 د افغانستان اردو چې د قدرتمندو ځواکونو څخه جوړه وه او پخوانی تاریخ یې درلود، چې د داکټر نجیب دولت سقوط د نواز شریف په برنامه او هدایت ټوټه او پرچه شو او پرمختللې وسلې یې په پاکستان د کباړ په شکل خرڅې کړلې.
په اوس وخت کې ددې با وجود امریکا او ناټو  خلکو  ته دا دوکې ورکوي، چې د افغانستان ځواکونه او اردو به په مجهزه او پرمختللې توګه تقویه کوي.

 اما افغان ځواکونه اوس وخت کې کارګرو ته ورته دي، چې  په خپلو مټو او قدرت د نظام دفاع وکړي، بلکې دا زمونږ د ځواکونو د وینو سره په ډیره بې غیرتۍ او بې ننګۍ معامله کوي او خپله د خیر په غونډې کې ناست دي.
کومه اردو چې امریکا د افغانستان لپاره جوړه کړې، په داسې فساد کې غرقه او د جنګي جنګسالارانو تر امر لاندې ده، چې په دې ورځو کې زمونږ په سل هاو ځوانان د یو نامعلوم برخلیک لپاره خپل ژوند له لاسه ورکوي، په دې وخت کې د یو داسې جاهل او د حیواني ډلو تر امر لاندې دي، چې د هیڅ سمه تګ لاره نلري او نه پرې د هېواد د اردو ګومان کیدای شي.

یادونه: هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button