
ګمنام اتل
عبدالرحمن محمود
د مسلمة ابن عبدالملک په رهبرۍ کښي مسلمانانو د روم غټه قلعه محاصره کړه، مګر دا چې د کلا ديوالونه ډير لوړ وه، مسلمانانو نشو کولاى، چي فتحه يې کړې او کفارو به د کلا له سر څخه مسلمانان تر هدف لاندي نيول، آن تردې چي نږدې وو مسلمانان مغلوب شي.
په سبا سهار بيا د معمول سره سم مسلمانان د کلا پر شاو خوا را وګرځيدل، خو تر ډيرې ستړيا وروسته مسلمانان شاته راغلل، په دې شپه د مجاهدينو له مينځ څخه يو مجاهد د کلا تر دیواله پټ ورغى، چي دواړه لوري پرې پوه نشول، مجاهدینو ته یې هم څه ونه ویل او د دښمن له تعقیب څخه یې هم پټ ځان د کلا تر دیواله ورسولو، مجاهد د کلا په دیول کې د سوري کولو هوډ وکړ، په یوه شپه کې یې په دیوال کې سوری(نقب) جوړ کړ.
سهار یو ځل بیا د مسلمانانو امیر پر کلا د هجوم وروړلو امر وکړ، مجاهدین بيا تر کلا راتاو شول، پټ میړني مجاهد د دښمن د غشو په باران کې ځان د کلا تر هغه سورې پوري ورسولو او کلا ته ور دننه شو، پر شاوخوا پهره دارانو یې ناڅاپي حمله وکړه او تر توري یې تیر کړل، په بیړه یې د کلاه دروازه خلاصه کړه، د الله اکبر د نعرې په بدرګه سره مجاهدين کلا ته داخل شول او کلا د خدای جل جلاله په کومک فتحه شوه.
په سبا مسلمةابن عبدالملک اعلان وکړ: هغه څوک چې د کلا دروازه يې خلاصه کړه را حاضر دې شی، زه انعام ورکوم!
هيچا غږ ونه کړ او ورته څوک حاضر شول، په بل سبا يې بيا اعلان وکړ، چې د دروازې خلاصوونکي کس ته انعام دی او راحاضر دې شي!
بياهم هيچا غږ ونه کړ!
د مسلمانانو امیر په درېيم سبا بیا اعلان وکړ: په الله،جل جلاله، قسم ورکوم وهغه چاته چي دروازه يې خلاصه کړي ده، چي ماته دې راشي، هر وخت چې رازي که د شپې وي او که د ورځې وي!
په ماښام کي ناوخته يو شخص، چي مخ يې پټ کړى وو د مسلمة ابن عبدالملک خيمې ته ورغى او ورته وي ويل:
د خپل امير د قسم له کبله راغلم، خو لومړی به زما درې شرطونه منې، امیر مسلمة عبدالملک ورسره ومنله چې هر شرط مو منل کیږي.
پټ مخي مجاهد وویل: د نوم پوښتنه به راڅخه نه کوې، مخ به مي نه لوڅ کوې، او انعام به نه راکوې.
مسلمة ورته وويل سمه ده شرطونه مو منظور دي.
پټ مخي اتل ځوان ورته وويل، چي هغه دروازه ماخلاصه کړه او د دیوال سوري کولو ټوله کیسه یې ورته وکړه.
ددې خبرې په اوريدلو سره مسلمه عبدالملک په ژړا شو او دا آية کريمه يې تلاوت کړ” فمنهم من قضى نحبه ومنهم من ينتظر “
او ځوان ورڅخه رخصت شو.



