غور: په شینکوټ کې طالبانو یوه پوسته نیولي لس تنه عسکر یې وژلي دي.

کابل ټکی کام: زمری۱۸مه، ۱۳۹۵ل بصیراحمد پاڅون
د غور ولایتي چارواکي وایي: وسلوالو طالبانو د شینکوټ ولسوالۍ په ځینو پوستو تیره شپه تعارضي بریدونه کړي دي.
چارواکي وایي چې طالبان یې په شا تمبولي او درانه تلفات یې وراړولي دي.
طالبانو د شینکوټ ولسوالي د تیرې شپې جګړې په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړي او ویلي یې دي چې شینکوټ ولسوالي یې له څلورو ورځو راپه دیخوا محاصره کړي او تیره شپه یې یوه پوسته نیولي او د لسو تنو عسکرو جسدونه په پوسته کې پاتې دي.
طالبانو په نیول شوي پوسته کې د زیات شمیر وسلو او پوځي مهماتو د نیولو ادعا هم کړي خو د خپلو تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي..
طالبانو د هیواد په زیاتره ولایتونو کې تهاجمي بریدونه پیل کړي، دسیمو د نیولو تر څنګ یې دولتي ځواکونو ته سخت تلفات وراړولي دي.
دوی په یو شمیر انځوریزو کلیپونو کې ښودلي چې ګڼ شمیر ټانګونه او وسلې یې له دولتي ځواکونو نیولي او اوس د حکومت پرخلاف ترینه کار اخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button