تر کودتا وروسته ترکيې ولسمشر اردوغان روسيې ته خپل لومړنی سفر کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۱۹) الماس خدرخېل

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د ناکامې کودتا وروسته، خپل لومړنی سفر روسيې ته کوي، ويل کېږي چې اردوغان به د روسې ولسمشر ولاديمير پوتين سره، د نوموړي هېواد په سانت پيترزبورګ ښار کې ليدنه وکړي.

دواړه ولسمشران به په څلور بجې خبري غونډه کې ګډون وکړي او له دې وروسته به د دواړو هېوادونو ګډې سوداګريزې غونډې ته وينا کوي.

ولسمشر اردوغان د روسيې الوتکې د ويشتلو او ناکامې کودتا نه وروسته، دا لومړی ځل دی، چې د روسيې سيال ولاديميرپوتين سره ليدنه کوي، چې د ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه د لويديځې نړۍ پام دې سفر ته اوختی.

ولسمشر اردوغان رسنيو ته وويل، چې  د کودتا پر مهال د ولسمشر پوتین غبرګون  د ستایلو  وړ  دی. ولسمشر اردوغان وویل، چې  دا سفر به د ترکیې او روسیې ترمنځه  نوی  پيل وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button