کابل ټکی کام (زمری ۲۰مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
نن سهار د خوست ولایتي چارواکو او دفاع وزارت ادعا وکړه چې تیره شپه یې د خوست په موسی خیل ولسوالۍ کې ۱۵۰ تنه طالبان د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې وژلي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله د دفاع وزارت ادعا پوچه او کاذبانه بللي او د یوي خبرپاڼې په ترڅ کې یې ویلي: دخوست ولایت موسي خیلو ولسوالۍ تر محاصرې لاندې ده، تیره شپه دښمن هڅه وکړه چې اکمالات ورسوي چې دکمین برید سره مخ شو، ۲ ټانکونه او ګڼ شمیر عسکر يې له منځه لاړل، دښمن د دې لپاره چې له خپلو تلفاتو او بد حال څخه د خلکو توجه واړوي، مجاهدینوته يې د ګڼو تلفاتو اړولو په اړه ناسم راپور خپور کړ.
هیوادوال دې په دې اړه هيڅ تشویش نه کوي، دښمن چې کله په نښتو او جګړو کې وارخطا شي د تلفاتو کاذبو راپورونو خپرولوته زور ورکوي، هيڅ اعتناء مه ورته کوي.
دولت وزیري وړمه ورځ هم ادعا کړي چې په هلمند او بدخشان ولایتونو کې یې ۱۰۶ تنه طالبان وژلي او له شپیتو تنه څخه یې زیات ټپیان کړي دي.
خو طالبانو دا ادعا هم رد کړي وه او ویلي یې و چې حکومت سربداله شوی عسکرو یې مورال بائللی په داسې ادعاوو سره خلکو ته دوکه ورکوي.


















