(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۰) الماس خدرخېل
افغان چارواکو ويلي، چې د کندوز ولايت د ملي امنيت رئيس د وسلوالو په يو بريد کې ټپي شوی او حالت يې د اندېښنې وړ دی.
د ۱۰۸ زون قومندان پاسوال شېر عزيز کامه وال رسنيو ته وويل، جنرال محمد جسيم انوري نن سهار غوښتل ځان هوايي ډګر ته ورسوي، چې د کندوز ښار درې سرکه سيمه کې د طالبانو کمين سره مخ شو.
ويل کېږي، چې جنرال انوري د پښو په برخه کې ټپي شوی او د تداوۍ لپاره يې په مزار شريف کې د الماني ځواکونو يو مرکز ته لېږدولی.


















