ترکیه: بیلا بیلو بریدونو کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۰) زرغون خوږیاڼی

د ترکیې د شرناک ولایت د بیت الشباب په ولسوالۍ کې د عراق سره په پوله نږدې د سرک پر غاړه د ځای په ځای شوي  ماین په چاودنه کې  ۳ تنه عسکر ووژل شول او ۱۰ تنه نور ټپیان شول، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې ترکي عسکر پر ګزمه بوخت وو.

په خبر کې ویل شوي، چې د شرناک ولایت د اولو درې په ولسوالۍ کې هم د امنیتي ځواکونو د کتار د تیریدو پر مهال  پرې ماین چاودنه وشوه، چې له امله يي ۵ تنه عسکر ووژل شول او ۸ تنه نور ټپیان شول.

همدارنګه د دیارباقر ولایت  د لیجه په ولسوالۍ کې هم  په ترکي سرتیرو برید شوی ، چې له امله یې ۲ عسکر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

ترکي چارواکو ویلي، چې له چاودنو وروسته په سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات هم شروع شوي دي.

ترکي چارواکي د یادو بریدونه پړه پر کردي یاغیانو اچوي او وايي، چې په دې ډلې یې په تونجعلي ولایت کې بمباري هم کړې ده.

د یادونې وړ ده ، چې په ترکیه کې له ناکامې کودتا وروسته کردي بیلتون غوښتونکو یا د پي کا کا وسله والې ډلې په ترکیه کې بریدونو ته زور ورکړی او اوسمهال یې ترکیه له سختو ننګونو سره مخ کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button