یکشنبه, اپریل 26, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

ولس د ولسوالیو او ولایتونو سقوط نه، د جنګ سقوط غواړي!

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اگست 10, 2016
کټګوریانې: سرمقاله
0
13
ځلې شریک شوی
166
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرلیکنه

د هلمند له ولایت څخه یوځل بیا د سختوجګړو راپورونه ورکړل شول.

دا هم ولولئ

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

 ویل کیږي، چې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه د لښکرګاه دروازې ته رسیدلې ده.

 وسله وال طالبانو د لښکرګاه دوه کیلومترۍ کې پردولتي پوستوبریدونه پیل کړي دي، چې د هلمند امنیتي مسئولینو لښکرګاه ته څېرمه د یو شمیر پولیس ماموریتونو او پوستو د لاسه ورکولو اعتراف هم کړی دی.

د لښکرګاه ښار ځکه د سقوط سره مخ کیدونکی دی، چې  د تېرو دوو ورځو راپدیخوا پرې طالبانو سخته جګړه پیل کړې او بله دا چې  د ولایتي چارواکو په وینا ښار ته ورغلو ټولو لارو کې ماینونه ښخ کړل شوي دي، چې د لارو پاکوالی او په ولسوالۍ کې محاصره شوو ځواکونو ته د لارو د پاکولو وروسته نورې قواوې رسیدل وخت غواړي.

د هلمند د چارواکوسره دا اندیښنه ده که دولت د لښکرګاه پر ښار جګړې ته توجه ونه کړي؛ نو د کندز د ښار په څیر د یوې بلې سترې ماتې سره مخ کیدونکي یو.

د لښکرګاه ښار سره په یو مهال د ناوې پر ولسوالۍ هم جګړه پیل شوې ده، چې د ناوې ولسوالۍ امنیتي پولیس هم د لښکارګاه په برخلیک اخته دي، که تازه دمې قواوې ورونه لیږل شي د ناوې ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ورتلونکې ده .

د ناوې ولسوالۍ او د لښکرګاه پر ښار د طالبانو پرلپسې بریدونه اوسقوط لاملونه به نورهم وي؛ خو د دولتی ځواکونو ترمنځ نه همغږي ېې هم یو لامل کیدای شي او بله دا چې که دولت په هلمند کې په جنګي تګلاره کامل غور ونه کړي، جګړې ته لیږل شوي پولیس له تیښتې را ونه ګرځوي، یواځې یادې ولسوالۍ نه بلکې ولایت هم د طابانو لاس ته د ورتلو په حال کې دی.

د هلمند ولایتي چارواکي په یادو ولسوالیو کې د ستونزو د منلو ترڅنګ وايي، چې د نادعلي، مارجې، او ګرمسیر په ولسوالیو کې یې هم د جګړې د کابو کولو لپاره په یوه پلان غورکوي.

په هلمند کې د څو ولسوالیو نیول به خپله د ولایت نیولو ته لاره برابره کړي، چې که د هلمند ولایت د طالبانو لاس ته ورغی، د فاریاب ولایت خو سر له اوسه د سقوط په حال کې دی.

د ناوی په ولسوالۍ کې لومړی د تریخ ناورد سیمې پر ګډ امنیتي کمربند جګړه پیل شوه، چې دادی اوس له مرکز پرته نورې ټولې سیمې د طالبانو په واک کې دي. د پیرګړونج او لیوني په نوم پوستو په څیر به ولسوالۍ هم بې له مقاومته سقوط وکړي.

د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس خو وار د مخه ویلي دي، چې که حکومت پوره پاملرنه ونه کړي کیدای شي د کندز په څېر طالبان د فراه ولایت هم ونیسي.

اوس دا حقیقت هر څوک مني، چې وینه په وینه نه پاکیږي.

که د ولایت یا ولایتونو په نیولو جنګ پای ته رسیدلای، نو ټولو افغانانو به ېې د نیولو دعاوې کولی، د ولس په دعاو او مرستو به له کندوزه نیولې ۳۴واړه ولایتونه نیول شوي وای؛ خو لکه څرنګه چې د کندز د نیولو وروسته عام وژنه وشوه، دا رنګه د نورو ولایتونو د نیولو وروسته  د بهرنیو هوایي ځواکونو لخوا د ړندوبمباریو او ملکي وګړو د وژنو زیات امکان شته دی.

که د ولسوالیو په نیولو سره په هیواد کې جنګ پای ته رسول کیدای شوای، اوس به د هیواد په ۷۰سلنه برخه کې امن وای، دواړه خواوې پر ځای ددې چې د جګړې لار ونیسي په خپلو منځو کې باید یوه داسې لاره غوره کړي، چې د ولایتونو د سقوط پرځای جنګ ته سقوط ورکړو.

 هغه افغانان چې نن ورځ په خپلو منځو کې سره په جګړه بوخت دي، یوبل ته ګوته پرماشه دي، باید په کې دا ډول فضارامنځ ته کړو، چې یوبل سره د جګړې پرځای د مینې او سولې غاړې ورکړي.

لوی ټکي: حکومتسولهطالبانولس
مخکینې مطلب

ترکیه: بیلا بیلو بریدونو کې ۱۰ تنه عسکر وژل شوي دي

بل مطلب

د قرانکریم لپاره د عربي ژبې انتخاب

ځانګړي مطالب

سرمقاله

د جدي شپږمه؛ د تېر درد، د نن ثبات او د سبا مسؤلیت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 27, 2025
سرمقاله

افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ نوې هیلې

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 17, 2025
سرمقاله

د افغانستان د اقتصادي خوځښت نوې څپه

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 9, 2025
سرمقاله

د تړونونو ماتول، د صهيونيستانو پخوانی عادت

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 5, 2025
سرمقاله

بې پايلې مذاکرات او د کړکېچ د پراختيا ويره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
اکتوبر 29, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 26, 2026
0

د افغانستان برېښنا شرکت له روسي کمپنیو سره د همکاریو هوکړې وکړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 26, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • قطر کې د امریکا ویزو په تمه افغانانو ته د ستنېدو یا درېیم هېواد انتخاب په اړه د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه په پرنسیپ کې تایید شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • نتانیاهو “د غزې ویجاړونکی” په سرطان ناروغۍ اخته شوی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران بهرنیو چارو وزیر له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره لیدلي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • متقي: د جګړو حل یوازې د ديپلوماسۍ له لارې ممکن دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ستره محکمه: په درېیمه ربعه کې د ښځو حقونو ۴ زره قضیو ته رسېدنه شوې

سبا د ۱۶۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د یتیم‌تاق سمنټو فابریکې چارې رسماً پیلېږي

د معيار او کيفيت اداره: د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې ۲۴ ټنه بې‌کیفیته بټرۍ بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوې

ملا امير خان متقي: د ورزشي ډيپلوماسۍ له لارې غواړو له نړۍ سره اړیکې نورې هم پراخې او پیاوړې کړو

خوست کې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوه

د شانګهای همکاریو سازمان :افغانستان د سیمې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۷۷۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

ولسمشر پزشکیان: ایران د فشار او ګواښ تر سیوري لاندې تحمیلي مذاکرات نه مني

پر اوکریین د روسیې تازه بریدونه؛ لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com