(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۰) زرغون خوږیاڼی
انګلستان ویلي دي، ددې پریکړې له مخې په پام کې لري، چې د اخوان المسلمین غښتلو سیاسي څیرو او د ښه سوابقو لرونکو غړیو ته سیاسي پناه ورکړي.
انګلستان ویلي دي: د اخوان المسلمین هغه غړیو ته به چې په مصر کې په سیسي د حکومت پر خلاف په مظاهرو کې ګډون کړی وي او په هیواد کې د زندان، بد چلند او نامتناسبو جزاګانو سره مخامخ وي او دا مسله په اثبات ورسوي، د سیاسي پناه وړاندیز به يي ومنل شي.
د انګلستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې په ځانګړې توګه د اخوان المسلمین د ډلې هغه فعاله غړیو ته، چې په هیواد کې یې ژوند ته جدي ګواښونه مخامخ وي لکه ورځپاڼه چلوونکي او سیاسي مشرانو ته به په سیاسي پناه کې لومړیتوب ورکړل شي.
د اخوان المسلمین د هغه غړیو، چې په سیاسي چارو کې رغنده فعالیت نه درلود او په ټولنه کې د جدي ګواښ سره مخامخ نوي د هغوی غوښتنلیکونه به ونه منل شي.
د یادولو وړ ده، چې انګلستان د مصر هغه غوښتنه چې د اخوان المسلمین سازمان د ترهګرۍ سازمان په توګه ومني رد کړې وه. خو د انګلستان پخواني لومړي وزیر ډیویډ کامرون تیر کال د اپریل په میاشت کې په ریاض کې د انګلستان د سفیر په مشرۍ یو هیئت په هیواد کې د اخوان المسلمین د فعالیتونو د څیړولو او هر اړخیز راپور د جوړولو په دنده ګمارلي وو.
اخوان المسلمین ډلې د انګلستان په دې پریکړې سخته نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د نوموړي راپور پر خلاف به په محکمه کې اقامه د دعوا وکړي.
کامرون د تیر کال د دسمبر په میاشت کې د اخوان المسلمین د ډلې سیاسي مشرانو ته د ویزې په ورکولو د بندیز لګولو او د اخوان المسلمین د غړیو د فعالیتونو د تعقیبولو امر کړی وو.
د یادولو وړ ده، چې په مصر کې عبدالفتاح السیسي د ۲۰۱۳ کال د جولای په ۳ مه نیټه د لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي پر خلاف د کودتا نه وروسته د اخوان المسلمین ډلې په زرګونو تنه پلویان ووژل او په زرګونو تنه نور يي زندانونو ته واچول. همدارنګه نوموړي هیواد د اخوان المسلمین اسلامي سازمان په فعالیتونو بندیز ولګولو او یاد شوی سازمان يي د ترهګریز سازمان په توګه اعلان کړ.


















