جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

میدان کوږ دی!

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
اگست 10, 2016
کټګوریانې: غير مصنف
0
9
ځلې شریک شوی
110
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

قاري خالد

پښتانه متل کا چې کومه ډمه ګډېدلای نسوه، پلمه یې وکړه چې میدان کوږ دی، زور مې ټول پر یوې خوا وي ځکه سم څرخ نسم وهلی!.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

د طالبانو چټکو بریاو دښمن سرسانده کړی:

د جګړې په ساحه کې موجود عسکر وایي، چې د نه همغږۍ له امله یې ساحې له ګوتو وځي او طالبان پر مخ درومي.

د ولایتي شورا وکیلان وایي، د جنرالانو له لورې پر ولایتونو سیاسي معاملې شوي او د جبار قهرمان استعفا او ټنډارې له هیچا نه دي پټې.

د مزدور دولت د واک ساحه هره ورځ تنګېږي،هلمند، کندوز، لغمان، بغلان او غزني هغه ولایتونه دي، چې محض د والي او ولسوالیو ودانۍ یې د مزدورو چارواکو په لاسو کې دي او ګېرچاپېره یې طالبان پراته دي، چارواکي مجبوره دي، چې ملت ته ووایي ‘میدان کوږ دی’.

د کابل پر واکمنۍ نه یواځې جغرافیوي کړۍ تنګېږي، بلکې پر افرادو یې هم واکمني محدودیږي او په محدودو افرادو واک، د حکومت پر بطلان سره کرښه کاږي، دسیګار ادارې هم منلې چې د حکومت له واکمنۍ پنځه سلنه ساحه نوره هم له واکه وتلې، چارواکي مکلف دي چې ووایي ‘میدان کوږ دی’.

نړیوال اشرباڼي او څلورلاکه زیات و کم مزدور پوځ حتی ددې وس نه لري، چې د لویو لارو امنیت خوندي کړای شي، لامل یې دادی چې جګړه د ولس او پولیس ده.

د ولس سره جګړه دپولیسانو لپاره ناممکنه ده.

ځکه ورځ تر بلې پر پولیس کړۍ تنګېږي، مځکې یې له لاسو ووځي، ولسي نفرت ورسره زیاتیږي، بلواکه او پردي چارواکي کم فراسته پولیس او پوځیان په اوتو ـ بوتو تېرباسي او د خپل ناروا نظام لپاره ترې د سون موادو کار اخلي.

د طالبانو توندو تهاجمي بریدونو ځکه د مزدور نظام بنیادونه ړچولي، چې ولس یې قدم پر قدم هرکلی کوي او د مزدور نظام پر خلاف ورسره یو کېږي، د طالبانو د بریا مهم عنصر هم ولسي ملاتړ دی چې له ځانه سره یې لري.

په هلمند کې طالبانو پر یوه ورځ ۵۸ کیلومتره طولي مساحت د کابل له واکمنۍ باسلی او په جګړه کې په یوه ورځ دومره زیاته ساحه نېول د مخالف وارخطایي جوتوي، ځکه یې افواهاتو ته پاینڅې بډ وهلي.

کله وایي پنجابی پوځ ورسره مرسته کوي، کله وایي کوماندو قطعات یې جګړې ته راوستلي، کله وایي له ټولو ولایاتو یې طالبان هلمند ته ورغوښتي او…… حقیقت دادی، چې د هلمند ولس د ډیموکراسۍ پر خلاف پاڅون کړی او د طالب پر مټو د معیوب او نامشروع نظام رېښې باسي.

د تعجب وړ داده، چې طالبانو هممهاله په کندوز، بغلان، لغمان او غزني کې هم جګړه تونده کړې او آن د ولایاتو مراکز یې کلابند کړي، مګر دوی بیا هم وایي چې له ټولو ولایاتو یې جنګیالي هلمند ته ورټول کړي.

که طالبان له ځانه سره پنجابي پوځیان لري، نامشروع حکومت ولې تر اوسه ونه توانېدل، چې په پنځو سترو ښارونو کې جګړه ده، هلته یو پنجابی جنرال یا عسکر اسیر او بیا رسنیو ته وړاندې کړي؟

طالبانو کابو پنځلس کاله مقاومت وکړ؛ پر پنځلس کاله کې طالب مخالفینو کوم پاکستانی کرنیل وواژه؟ زنداني یې کړ؟ په شپنۍ چاپه کې یې بګرام ته یووړ؟ برعکس د هغو خارجي پوځیانو، ظابطانو او جنرالانو اوږد لیست موجود دی، چې د طالبانو پر خلاف جګړه کې وژل سوي او اسیران سوي دي.

ځکه موږ وایو چې مزدوران پر همدې منطق له مجبورۍ شخوند وهي چې ‘میدان کوږ دی’.

مخکینې مطلب

د انګلستان د کورنیو چارو وزارت د اخوان المسلمین غړیو ته د سیاسي پناه  وړاندیزونه ومنل

بل مطلب

ټیپو سلطان شهید (دیارلسمه برخه)

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com