شمالي کوريا امريکا ته اټومي ګواښ کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۴) الماس خدرخېل

کوريايي چارواکو د امريکا متحده ايالات پر خپل هېواد د حملې په هڅو تورنه کړې او ويلي يې دي، چې  د دوی په هېواد کې د لږ پارونې په صورت کې به، پر امريکا اټومي وسله وکاروي.د شمالي کوريا دولتي اژانس خبر ورکړی، چې دوی ټول خپل نظامي ځواکونه په بشپړ ډول د دښمن د له منځه وړلو لپاره بې رحمانه ګذار ته چمتو کړي.

ويل کېږي، چې څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو د ارام سمندر  هوايي اډې د ګوام ټاپو ته، درې استراتيژيکې بم غورځونکې الوتکې، چې د اټومي بم وړلو وړتيا لري استولي، همدارنګه څو مياشتې مخکې يې نوموړې اډې ته د لسو کلونو ځنډ وروسته ځواکونه لېږلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button