یمن: په ښوونځي هوايي برید کې ۳۸ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د یمن شمال کې پر یوه ښوونځي د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف په هوایي برید کې ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو ویاند مالک شهیر ويلي، چې په دې برید کې د وژل شویو او ټپي شویو ماشومانو عمر د ۸ او ۱۵ کلونو ترمنځ دی.

برید د صعده ولایت دحیدان کلي سره نږدې سهار ۸ بجې په داسې حال کې شوی، چې زده کوونکي په ښوونځي کې د دیني زده کړو لپاره راټول شوي وو.

برید د تېرې پیجشنبې په ورځ شوی، ځینو رسنیو د وژل شویو ماشومانو شمیر ۵۰ ښودلی دی

یاده سیمه د حوثي ملیشو سره په لاس کې ده، چې وخت نا وخت په کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف هوايي بریدونه کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې د ماشومانو د مړو انځورونه خپاره شوي چې په وینو یې جامې سرې او د یو بل څنګ ته اېښودل شوي دي.

د تېر جون په لومړیو کې ملګرو ملتونو یمن کې د تېر کال جګړه کې د ماشومانو د ۶۰ سلنه مرګ ژوبلې مسوولیت د سعودی عربستان په مشرۍ پر عرب ایتلاف واچاوه.

په تېر یو کال کې د یمن جګړه کې د دغه هیواد له ۵۲۰ ډېر ماشومان وژل شوي او له ۶۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button