نورستان: وانت وایګل ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۴) زرغون خوږیاڼی

نن سهار وختي طالبانو په وانت وایګل ولسوالۍ ډله اییز برید وکړ، چې د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم تائيد کړه چې په وانت وایګل ولسوالۍ طالبانو ډله اییز برید کړی.

طالبانو کابل ټکی کام ته په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې ددوی ملګرو د نورستان وانت وایګل ولسوالۍ مرکز او ۱۱ امنیتي پوستې په ټولیزه توګه نیولي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په یاده جګړه کې د دښمن د مهم قومندان جلال الدین په ګډون ۱۵ تنه عسکر وژل شوي، چې جسدونه يې په سیمه کې پراته دي.

طالب ویاند زیاتوي، چې په جګړه کې یې ۳ رینجر موټر ویجاړ کړي دي، یو ام بي ټانګ، ۲ رینجر موټر او نور په لسګونو میله سپکه او درنه وسله یې غنیمت کړې ده.

ویاند زیاتوي: ((اوس جګړه د دښمن په  یوه قرارګاه باندې روانه ده، چې له ولسوالۍ سره نږدې موقعیت لري، هلته هم دښمن ته تلفات اوښتي، خو شمیر يې لا ندی دقیق شوی)).

دوی د خپلو د ۵ ملګرو د ټپي کیدو خبر هم ورکوي.

تر اوسه پورې حکومتي چارواکو د وانت وایګل د سقوط په اړه څه نه دي ويلي؛ خو سهار وختي د نورستان ولایت استازي مولوي احمد الله موحد رسنیو ته ویلي وو، چې تر اوسه طالبانو ۵ امنیتي پوستې نیولي دي

عبدالقیوم رسنیو ته ویلي وو، چې طالبان نښه ویشتونکي لري او له دې لارې خپلو ملګرو ته د وړاندې تګ زمینه برابروي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button