
د اټکل عین مطابق !!
قاري خالد
دوه سره پر جنګ واچوه او خپلې ناروا راجدارۍ ته ادامه ورکړه
د اشغالګرو دولتونو کار آمد نسخه همدا ده او پر همدې نسخه دتل لپاره یو لوری دځان تابع او ماتحت ګرځوي.
دمسلمانې نړۍ پر خلاف دیهودي لابۍ (رانډ کارپوریشن) شوم او ناوړه عزایمو دتطبیق لپاره، دیهودانو ټوله تکیا پر دې ده چې د اسلامي نړۍ زعماء دځان کړي او په مسلمانه ټولنه کې یې دخپلو ګټو لپاره وکاروي.
له بده مرغه چې موږ په خپله اسلامي ټولنه کې تل داسې خلک درلودلي چې په مسلمانو دولتو کې دیهودو ګټو ته سپر شوي اویهودو بیا ددوی پر اوږو ټوپکونه ایښي.
تاریخ دا شاهدي هم ورکوي چې کله یهودان خپلو موخو ته رسېدلي یا نږدې سوي، تر ټوله دمخه یې همدا زر خرید غلامان له صحنې مړه یا ژوندي کاږلي، پر ځای یې نوي غلامان را مخ ته کړي او یا یې مستقیماً دمسلمانې ټولنې واګې نامسلمانه وګړو ته سپارلي.
په اندلس کې دوه ستر غلامان دتاریخ پاڼې ډکوي؛ ابن الاحمر او ابوعبدالله، مګر ددواړو پای ددوی دتوقع او دیهودو دوعدو پر خلاف وو، نه یې واک نصیب سوی او نه په نوې ټولنه(مسیحي نظام) کې دژوند موقع ورکول سوې
اشغالګر محض د افغانستان له لارو ـ کوڅو ووتل، دشږلنو بوجیو تر شاه کښېنوستل، دملت سترګو ته یې دتمثیلي ټاکنو په ترسره کولو شږې وشېندلې، او واک یې خپلو زرخریدو غلامانو ته وسپاره، ځانونه یې خوندي کړل او د افغان مقابلې ته یې دپیسو پر زور بل افغان ودراوه.
اشغالګر پوهېدل چې دطالبانو زور یې ندی اوبه کړی، او کابلي چارواکي دطالبانو دډغرې ندي، په دې صورت کې حتمي ده چې دکابل نظام به هره شېبه دګواښ سره مخ، او هره ګړۍ به دوی (یهودو) ته محتاجه وي او دمرستو لپاره به ورته جولۍ خپروي
اشغالګر به ترې دخپلو اهدافو دترسره کولو لپاره ژمنې اخلي او بیا به مخالفین تر بمباردونو لاندې نیسي
ددواړو لوریو څخه به افغانان مري، غم ـ درد، در بدري، او تاوان به د افغانانو وي او ګټه به یې یهودانو ته رسیږي.
اټکل همداسې وو چې اشغالګر به افغانان داسې یو حالت ته تړي، چې نهایي یو کمزوری نظام به رامنځ ته کړي چې بیا دغه نظام په هره شعبه او هره مشوره کې اشغالګرو ته محتاجه وي.
د اشغالګرو له لورې پر طالبانو دپنجابیت او پنجابپالنې ټاپه، د اشغال پروسې دتداوم لپاره ناګزیر ده
که چېرې اشغالګر پر طالبانو دپنجابپالنې لېبل سریښ نکړي، بله چاره نلري چې خپلو روزلو عسکرو ته پرې دجګړې روحیه ورکړي او دطالبانو خلاف یې مورچه کړي.
اوس چې دهیواد په ۷ یا ۸ ولایاتو کې جګړو زور اخیستی، اشغالګرو خپلو روزل سوو ځرو ته دنده سپارلې چې دروانو توندو جګړو پر ضد ولسي اذهان مغشوش کړي، هم کابلي چارواکې بې کفایته وښایي او هم طالبان پردي پال وبالي؛ پر دغسې مترددو حالاتو کې ولس بله چاره نلري او د اشغالګرو دمداخلت هیله به کوي، ځکه چې مخکې تر مخکې روزل سوو ځرو د ازادۍ لپاره روانه جګړه غلطه تعبیر کړې، او اذهان یې تېرباسلي.
خلص دا چې کوم پوځ امریکایانو جوړ کړی، نه یې زموږ دهوساینې لپاره جوړ کړی نه زموږ دساتنې لپاره، امریکایانو دهمدې پوځ پر توسط ځانونه دجګړې له میدانه کناره کړي او روزل سوي پوځیان یې دمتقابلو افغانانو سره پر جګړه ښکېل کړي.
اردو دلوړ رتبه جنرالانو پر اشارو ناڅول کېږې ترڅو د امریکایانو موخې تحقق ومومي، دغریب اولاد دوطن او وطنپالنې پر نوم وژل کېږي او ګټه یې دخيټورو جنرالانو او چارواکو پلنو خیټو ته غورځي



