بغلان ولايتي شورا: د دهنه غوري پسې به طالبان د بغلان ولايت هم ونيسي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۵) الماس خدرخېل

د بغلان ولايتي شورا غړو ويلي، چې د دې ولسوالۍ د بغلان ولايت  خطره ده او شايد طالبان په دې ولايت کې نورې ولسوالۍ او د بغلان مرکز ته ځانونه ورسوي. د ولايتي شورا يو تن غړي عبدالولي راجي په خپلو څرګندونو کې وويل، چې اتلس رنجر موټر، اووه ټانګونه او په زياته اندازه درنه او سپکه اسلحه وسلوالو طالبانو تر لاسه کړې، چې د بغلان امنيتي چارواکي يې له  تشويشونو سره مخ کړي.

د بغلان والي وايي، چې ډېر زر به د وسلوالو طالبانو نه د دهنه غوري ولسوالۍ بېرته ونيسي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو وياند رسنيو ته ويلي و، چې دوی د دهنه غوري ولسوالۍ په مکمل ډول نيولې او ۳۳ تنه عسکر او په زياته اندازه پوزي مهمات يې هم ترلاسه کړي دي. بايد وويل شي، چې د بغلان په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم طالبانو له افغان امنيتي چارواکو ډېری سيمې نيولي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button