امریکا: د چورلکې غورځیدو پيښه کې ۶ تنه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۵) زرغون خوږیاڼی
د امريكا په الاباما ايالت كې يوه كوچنۍ الوتكې غورځېدلې او په کې سپاره ۶ تنه وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، چې درې وژل شوي نارینه و سره یې خپلې ښځې هم په الوتکه کې وې، چې د پېښې ښکار شوې.
د الاباما پولیسو ویلي، چې یاد کسان په مسیسپي کې د غاښونو ډاکټران وه، درې واړه جوړې په فلوريډا كې د غاښونو د طب په اړه له يو كنفرانس څخه اوكسفورډ ته روانې وې؛ خو الوتكه يې له پرواز سمدستي وروسته په راګرځېدو كې د الاباما د ټسکالوسا په یو ځنګل کې غورځيدلې ده.
د الاباما پوليس وايي، دغې الوتكې له ټسكالوسا هوايي ډګر څخه تر پرواز لږ وروسته په سيسټم كې د خرابۍ په اړه هوايي ډګر ته مخابره كړى و؛ خو بېرته ځمكې ته په راكوزېدو سره ځغاست ليكې ته نږدې يې الوتكه د ونو په ځنګل كې غورځېدلې ده.
د الباما په ټسكالوسا كې د نارت پورټ ښاروال وايي، درې واړه جوړې په فلوريډا كې د غاښونو د طب په اړه له يو كنفرانس څخه اوكسفرډ ته روانې وې خو الوتكه يې له پرواز سمدستي وروسته په راګرځېدو كې پرېوتې ده.
د الباما په ټسكالوسا كې د نارت پورټ ښاروال وايي د نارت پورټ ښاروال وايي چې پوليس او د ژغورنې عمله په دريو دقيقو كې د الوتكې دغورځېدو ځاى ته رسېدلې ده.
په الباما كې د ډبليو بي آر سي په نوم د يو ټلويزيون وايي، په مړو شويو كسانو كې د جيسن او لي په نوم له يوې واده كړې جوړې درې بچيان پاتې شوي دي، همدا راز د يوې بلې جوړې نه پنځه ماشومان پاتې شوي دي، چې یاد ماشومان یې له خپلو ملګرو کره پريښي وه.



