جرمني کې یو تن په خلکو د تبر ګوذارونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۵) خوږیاڼی
د جرمني په كولن ښار كې يو تن بريدګر د تبر په واسطه پر شاوخوا كسانو باندې بريد كړى دى، چې په پايله كې يې لږ تر لږه يو تن سخت ټپي شوى دى.
د دې هېواد د `اېكسپرس` د ورځپاڼې د معلوماتو په اساس نن سهار شاوخوا ۴ بجې يو تن بريدګر د تبر په واسطه پر يوې ډلې باندې بريد وكړ، چې ددې ډلې لخوا يې په چړو باندې ځواب وويل شو.
د سیمې خلکو پولیسوته ویلي، چې یو کس له موټر څخه په بیړه ښکته شو او په یوه ډله کسانو یې د تبر وارونه وکړ،چې مقابل لوري هم له ځانه په چاقو سره دفاع وکړه، برید ګر خپل موټر کې وتښتیدلو.
پولیسو رسنیو ته ویلي، چې بريدګر په خپل موټر كې په تېښته بريالى شوى دى.
تر اوسه پورې د پېښې د انګېزې او عامل په اړه معلومات نشته دى، اوس پوليس د پېښې ځاى ته رسېدلي دي او د پريد د عامل په اړه څېړنې كوي



