طالبانو د پلونو نړول او د ښوونځیو سوځول په کلکه رد کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۵) زرغون خوږیاڼی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې ویلي، چې دوی عام المنفعه ځایونو ته هیڅ ضرر نه رسوي او هیڅ مجاهد اجازه نه لري چې یا پل وران کړي او یا کوم ښوونځی وسوځوي.
طالب ویاند وایي، چې ښوونځي او یا نور عام المنفعه ځایونه د کابل د ادارې لخوا په هدفي توګه سوځول کیږي او پړه یې پر طالبانو اچوي، تر څو په سیمه کې عام ذهنیت له طالبانو خوابدی شي.
څو ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې د یو نړیدلي پل انځورونه په رسنیو کې خپارل شول، چې ګویا یاد پل طالبانو د یو بم په واسطه نړولی دی؛ خو د ځايي اوسیدونکو په وینا معلومه شوه چې یاد پل ۶ میاشتې وړاندې د اربکیانو لخوا په دې پلمه سوځول شوی وو، چې ګویا طالبان پرې نقل و حرکت کوي.
له سیمې څخه یو کس کابل ټکي کام ته همدا خبره تائيد کړه، چې دا پل څو میاشتې وړاندې د اربکیانو لخوا نړول شوی و او اوس یې د طالبانو د بدنامولو لپاره په سیمه اییزو رسنیو کې انځورونه خپاره کړل.
مجاهد وايي، چې په لوګر ولایت د ښوونځیو د بندیدو له اوازې سره سم یې سیمې ته یو هیئت واستولو تر څو په اړه یی تحقیقات وکړي، وروسته معلومه شوه چې یاد ښوونځي او کلینیکونه د سیمې د اربکیانو لخوا په دې پلمه تړل شوي وو، چې تاسو له طالبانو سره همکاري لرئ او هغوی ته خوراک او شپه ورکوئ، موږ هم ستاسو ښونځي او کلینیکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو.
طالب ویاند ويلي، چې حکومتي چارواکو د سوځول شویو ښوونځیو انځورونه پخواني وبلل او وايي، چې اوسمهال په لوګر ولایت کې هیڅ کوم ښوونځی نه دی سوځول شوی، هغه تصویر پخوانی دی چې په ښونځي کې د حکومتي عسکرو د هاوان مرمۍ لګیدلي وه بیا يې یوې برخې اور اخيستی وو.
همدارنګه طالب ویاند زیاته کړې چې اوسمهال حکومت له ماتې سره مخ دی نو غواړي چې په دا ډول پوروپاګندو سره د مجاهدینو پر ضد تبلیغات وکړي.
د اسلامي امارت اعلامیه د ارزښت له مخې کټ مټ خپروو:
د ښونځيو د سوځولو او پلونو د نړولو د آوازو د حقیقت په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندوني
له تیرو څو ورځو څخه د دښمن لخوا په رسنیو کې په بیلابیلو ځایونو کې د پل د نړیدو او د ښونځيو د سوځيدو په اړه راپورونه خپریږي او پړه يې هم پر مجاهدینو اچوله کیږي.
موږ د دښمن دغه ډول ادعاوې په کلکه ردوو، دا چې دښمن په نظامي ډګر کې له ماتې او تيښتې سره مخ دی؛ غواړي په دا ډول افواهاتو او پروپاګند خپرولو سره اذهان مغشوش کړي او د مجاهدینو پر ضد د تبلیغاتو لپاره توکي پیداکړي.
د اسلامي امارت د اصولو له مخې هيڅ مجاهد اجازه نلري چې یا پل وران کړي او یا ښونځي وسوزوي، په مجاهدینو پورې د دا ډول پيښو تړل، هميشه د مغرضو کړیو خصوصا دکابل ادارې د استخباراتو بدناموونکي هڅې دي چې ملت باید ورته بيدار اوسي.
څو ورځې وړاندې د لغمان په ولایت کې د یو پل د نړیدو راپور خپور شو او پړه يې پر مجاهدینو واچول شوه، کله چې موږ په سیمه کې تحقیق وکړ، هغه پل د اربکیانو لخوا ۶ میاشتې وړاندې د دې لپاره الوزول شوى وو ؛ چې سیمې ته يې مجاهدین ور تیر نشي.
کله چې ځينو مٶسسو د یاد پل د بیرته رغولو هڅه وکړه د اسلامي امارت سیمیزو مسئولینو هم ورسره همکاري وکړه او د پل د بیا رغولو آسانتيا يې ورته برابره کړه.
چې کله د پل د جوړیدو لپاره مواد او اړین توکي سیمې ته راوړل شول؛ اربکیانو يې ټول سامان لوټ کړ او په دا سبا يې آوازه واچوله چې طالبانو پل نړولی.
د لوګر په محمدآغه کې د دښمن له خولې راپورونه خپاره شول چې ګنې مجاهدینو ښونځيو او کلینیکونو ته د بندیدو امر کړی.
موږ چې تحقیقات وکړل، سیمې ته اربکیان ورغلي، خلکوته يې ویلي، د دې لپاره چې تاسو له طالبانو سره همکاري لرئ او هغوی ته خوراک او شپه ورکوئ، موږ هم ستاسو ښونځي او کلینیکونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوو او نور باید یادې ادارې بندې وي.
دغه موضوع دښمن په رسنیو کې د مجاهدینو پسې وتړله او آوازه يې خپره کړه چې ګنې په لوګر کې طالبانو ښونځي او کلینیکونه بند کړي دي.
دښمن د خپل پروپاګند د يقني ښودلو لپاره ځينې پخواني تصویرونه هم په رسنیو کې خپاره کړي چې ښيي له کوم ښونځي څخه دود پورته کیږي، په داسې حال کې چې اوس په لوګر کې هيڅ ښونځي ته چا اور نه دی اچولی، هغه تصویر پخوانی دی چې په ښونځي کې د مزدورو عسکرو د هاوان مرمۍ لګیدلي وه بیا يې یوې برخې اور اخيستی وو.
تیره ورځ يې په زابل کې هم د طالبانو لخوا د ښونځي د سوځولو راپور خپور کړ، کله چې مو پلټنه وکړه، مجاهدین په یاده پيښه هيڅ خبر نه دي، د سیمې خلک هم وايي چې دا څو کاله کیږي موږ دلته د ښونځي د نړیدو یا ویشتل کیدو کومه پيښه نه ده لیدلي، خو یوه خبره شته چې تیره ورځ په زابل کې د دښمن په پوستو باندې د مجاهدینو لخوا برید شوی وو، دښمن چې کله په متقابلو ډزو پیل وکړ د هاوان څو مرمۍ په یوه څیرمه ښونځي کې لګيدلي.
یاده پيښه د دښمن لخوا رامنځته شوي، خو په رسنیو کې يې مجاهدینو ته منسوب کړه.
هیوادوال باید آګاه ووسي چې د اسلامي امارت مجاهدین هيڅ ښونځي او عام المنفعه ځای او شي ته په قصدي ډول ضرر نه رسوي، د امارت مشرتابه په مکرر ډول مجاهدین د یادو تأسیساتو ساتلو او مصئونیت ته متوجه کړي دي.
کله مو چې په رسنیو کې دا ډول يو طرفه او د دښمن د خولې پروپاګند اوریده ؛ تاسو پوه شئ چې دا د مجاهدینو په ضد د بدنامونکو تبلیغاتو برخه ده او هيڅ باور پرې ونکړئ، که خدای مکړه مجاهدینو ښونځي او پلونه نړولای؛ په ورځ کې به مو په سلګونه ښونځي سوزیدل او همدومره پلونه به له منځه تلل.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۳۷/۱۱/۱۲هـ ق
۱۳۹۵/۵/۲۵هـ ش ــ 2016/8/15م




