د د ښمنانو اصلي هدف پرجګړه ټينګار

سرليکنه
تيره ورځ په سوريه کې درې ساعته اوربنداعلان شو د ملګرو ملتونو د بشرد حقوقو سازمان پدې خوښي ښکاره کړه چې په جګړه کې راګيرو ولسي خلکوته به مرستې ور ورسوي په همدې ورځ چې اوربند اعلان شو داسد ا وپوتين الوتکو پرحلب بمباري پيل کړه د راپورونو په اساس تر١٨٠زياتې ښځې، ماشومان او بې د فاع ولسي وګړي پکې ووژل شول
د پنځوکالو جګړې راپد يخوا درې ځلې په سوريه کې اوربند اعلان شو خو يوځل هم عملي نه کړل شو، سوريه بياهم ښه ده کله ناکله پکې د ناکام اوربند غږ پورته کيږي په افغانستان کې خو د يوې ورځې او يوساعت اوربندهم ندي شوى زماپه اند ددې دوه لاملونه دي يوداچې ملګري ملتونه چې ټول واک ېې دامريکاسره دى نه غواړي په افغانستان کې سوله د جګړې ځاي ونيسي.
دوېم داچې په افغانستان کې دولت دى او که د دولت مخالف وسله وال يواځې په جګړه ټينګار کوي يوه ورځ ېې هم د سولې په اړه فکرنه دي کړى.
دولت او د دولت مخالف وسله وال دواړه ددې دپاره جګړه کوي وايي چې په هېواد کې سوله منځ ته راشي . خو په غيرعادي ډول سره په جګړه اخته دي.
ددې نه موږ خپل اصلي هدف ته پدي رسيږو چې دولت هم سولې ته نه پريښودل کيږي او د دولت مخالف وسله وال هم، د دواړو نه چې وپوښتل شي سوله به وغواړي خو سوله په جګړه نه غوښتل کيږي.
سوله هغه وخت راتلاى شي چې د زړه له تله دواړه خواوي د سولې په لار ولاړ شي او د سولې لپاره دمذاکراتو زمينه برابره کړي.
د بدبختۍ خبره داده چې دولت ته خو جګړه غوښتونکي ياران تل د جګړې مشوره ورکوي که د سولې مشوره ورکړي بيابه د يارانو د وسلوفابريکې پارچاوې شي او که د دولت د مخالفو وسله والو د سولې په شرائطو عمل وکړل شي بياخوبه په افغانستان کې امن راشي او افغانستان به په خپل کورپوره شي چې دښمنان هيڅ وخت افغانستان په خپلو پښو ودريدل نه غواړي.
دولت د يوې خوا د وسله والو مخالفينوسره په جګړه بوخت دې د بلې خوا ېې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاکټرعبدالله ېې هم په خپلو کې سره په اختلاف اخته کړل چې دافغانستان د بې ثباتۍ لپاره د وسله وال مخالفت نه سياسي مخالفت دافغان ولس لپاره زيات تاواني دى.
دافغان ولس دښمنان هيڅ وخت نه غواړي افغانان په خپلوکې په اتفاق پاتي شي لومړی ېې د طالبانو پرخلاف چې طالبان په خپلو کې په اختلاف اخته دي دا کمپاين خو ېې ناکام شو ورته ثابته شوه چې طالبان په خپل منځ کې کوم مخالفت نه لري اوس ېې د دولت ترمنځ داختلاف هڅې پيل کړي ، اختلاف که د دولت د چارواکو ترمنځ وي او که د طالبانو ترمنځ په دواړه صورتونوکې دافغان ولس په تاوان تماميږي.
دسولې په اړه د څلوراړخيزې کميټې پنځه غونډې وشوې خو پايله ېې هيڅ شوه ځکه هيڅ شوه چې دافغان ولس دښمنان په افغانستان کې امن نه غواړي ځکه د سولې پرځاې په جګړه ټينګارکوي .



