په عراق کې مرګ ژوبلې او پیش مرګه ځواکونه د موصل ښار په درشل کې

له الجزیرة نه په مننې
عزیر اسدخیل
نن دوشنبه د عراق نظامي سرچینو اعلان وکړ چې د الانبار ولایت لویدیځ ته د الرطبة په ښارګوټی کې د یوه ځان مرګي د چاودنې په پایله کې د امنیتي ځواکونو ۲۰ سرتیري ووژل شول، او د الرمادي ښار په شمال ختیځ کې د اسلامي دولت د تنظیم (داعش) او ولسي پاڅون ملیشو تر منځ په نښته کې ۱۴ کسان ووژل شول، او د نړیوال ائتلاف د الوتکو په بدرګه د پیش مرګه ځواکونه د موصل ښار خواته د پرمختګ په حال کې دي.
پوځی سرچینی وایی چې د اسلامي دولت تنظیم (داعش) په هغه نظامی پایګاه باندې ولکه ټینګه کړې ده چې د الرطبه په ښارګوټی کې موقعیت لري او عراقي پوځیانو ورنه تکتیکي شاتګ کړی و. امنیتي ځواکونو دغه ځای ته تازه دمه ځواکونه استولي دي.
د الرمادي ښار په شمال ختیځ خوا که د ولسي ملیشو ۱۴سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د اسلامي دولت له تنظیم (داعش) سره یې وسله واله نښته وکړه.
د پیش مرګه ملیشو پرمختګ:
د هغه برید په نتیجه کې چې د تیرې یکشنبې په ورځ د پیش مرګه ځواکونو لخوا پیل شو څو د اسلامي دولت تنظیم (داعش) نه هغه استراتیژیک کلي بیرته ونیسي چې د موصل شار په جنوب ختیځ کې پراته دي، د الجزیرة خبریال وایی چې د نړیوال ائتلاف په ملاتړ دغو ځواکونو نن دوشنبه پر دغو دری کلیو باندې ولکه ټینګه کړه چې د ښار په جنوب لوید یځه خوا کې موقعیت لري.
هغه په ډاګه کړه چې پیش مرګه ځواکونو د اسلامي دولت (داعش) له وسله والو سره له نښتی نه وروسته وکولای شول چې د الحاصودیة، کنهش الصغری، او کنهش الصغری کلی بیرته ونیسی، ورپسې یې بریدونه بیا له سره پیل کړل، په الخازر او الجویر په کلیو یې یرغل یوړ، او په دې سره د هغو کلیو شمیر چې د پیشمرګه ځواکونو د تیرو دوه ورځو په دوران کې بیرته نیولی ۱۲ کليو ته ورسیدل.
خبریال یادونه کړې ده چې هغه سیمه ایز عرب اوسیدونکی چې په دغو کلیو کې د اسلامي دولت د تنظیم (داعش) د ولکې پر مهال اوسیدل له دې کلیو نه تښتیدلي دي، او پیش مرګه د دې کلیو په نیولو سره د موصل ښار ته ورنږدي شوی دي چې اوس مهال نږدي ۳۰ یا ۴۰ کیلو متره واټن کی قرار لري.
د الآناضول خبري آژانس د پیش مرګه ځواکونو د مسؤل جنرال شیرزاد زاخولي له قوله ویلي دي چی د دوی ځواکونو نن سهار خپل عملیات د اسلامي دولت تنظیم (داعش) تر ولکي لاندی ځایونو کې بیا له سره پیل کړل او د موصل ښار جنوب ختیځ خواته یې درې کلی بیرته ونیول، له دې نه وروسته د پیش مرګه ځواکونه د الجویر له پُل نه تیر شول نو اوس د اسلامي دولت (داعش) سره جګړه د دغو کلیو شاوخوا کې روانه ده.
جنرال زاخولي څرګنده کړه چې پیش مرګه ځواکونو تیره یکشنبه د اسلامي دولت له تنظیم نه ۹ کلی بیرته نیولي دي هغه زیاته کړه چې دغه سیمه ستر استراتیژیک اهمیت لري ځکه چې د اسلامي دولت (داعش) ځواکونو له همدغې سیمې نه د دوی ځواکونه په توپونو ویشتل او د مورچل په حیث یې ورنه کار اخیستو.
تیر سهار د پیش مرګه ځواکونو یو بل نظامی برید هم وکړ څو د الموصل ښار په ختیځ کی پرتې پراخې سیمی له اسلامی دولت (داعش) نه بیرته ونیسي، او دا جګړې د وسله والو ځواکونو د عمومی مشر مسعود البارزاني په مستقیمه قومانده ترسره کیږي.
عراقي حکومت د تیری مۍ له میاشتې نه دا جګړې شروع کړي دي څو موصل ښار چې د عراق تر ټولو ستر ښار دی او اسلامي دولت تنظیم(داعش) ورباندی د ۲۰۱۴ کال د جولای له میاشتی نه ولکه ټینګه کړی ده بیرته ونیسي، د عراق دولت پلان لري چې دغه ښار به د روان کال تر پایه پوری بیرته مکمل ونیسي.
په عراق کې د بغداد له ښار نه وروسته د الموصل ښار د نفوسو په حساب دوهم ستر ښار بلل کیږي، او له پایتخت نه نږدی ۴۶۵ کلیو متره فاصله کې قرار لري، او د نفوسو شمیر یی (د اسلامي دولت تنظیم (داعش) له ولکې نه مخکی) نږدی دوه ملیونه وګړو ته رسیدو.
د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو د ۶۰ هیوادونو نه یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي دی چی په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت تنظیم(داعش) په مورچلو باندی هوایی بریدونه کوي، او د عراق فوځیانو ته مشورې او لارښوونې او ټریننګونه هم ورکوي.



