د شپږیزې سیالیو په لړ کې نن مس عینک اتلان او بند امیر لوبډلې ګټونکې شوې

  (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۵) زرغون خوږیاڼی

 د کرکټ شل اوریزو شپږیزو سیالیو په لړ کې پرلپسې دیارلسمه او د نن ورځې لومړۍ لوبه د مس عینک اتلان او سپین غر زمریانو لوبډلو تر منځ ترسره شوه.

سپین غر زمریانو یوه پياوړې لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړ په سوځېدو سره مس عینک لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف کېښود.

سمیع الله شینواري حیرانوونکې لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۲ منډې جوړې کړې، چې سمیع الله شینواري درې شپږیزې او اته څلوریزې ووهلې.

ورپسې طارق ۳۱ منډې وکړې او تر پایه ناسوځېدلی پاتې شو.

په مقابل کې یې د مس عینک اتلانو ټاکل شوی هدف د ۲۰ اوور په لومړي توپ پوره کړ او لوبه یې په پنځو ویکټو وګټله.

په لومړي سر کې د مس عینک لوبه ښه نه وه، او د سر لوبغاړی کامران اکمل یې په څلورو منډو وسوځېد.

خو وروسته د نوروز منګل او بیا احسان الله او ګلبدین نایب پر لپسې ښې او نسبتا اوږدو ملګرتیاوو، ټاکل شوی هدف آسانه کړ.

نوروز منګل په ۴۹ منډو وسوځېد.

خو احسان الله په ۴۱ او ګلبدین نایب په ۳۹ منډو تر پایه نا سوځېدلي پاتې شول.

د لوبې غوره لوبغاړی د مس عینک لوبډلې لوبغاړی احسان الله وبلل شو.

دویمه او پرلپسې څوارلسمه لوبه د کابل بازانو او بند امیر لوبډلې تر منځ ترسره شوه.

کابل بازانو لومړۍ لوبه پيل کړه او په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

شهزاد محمدي ۷۰ او نجیب تره کي ۶۵ منډې وکړې.

نوین الحق ۳ او سکندر رضا د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

خو د کابل لوبډلې دا منډې د نوید عبید او عمران جنت د تیزې لوبې په وړاندې ډېرې نه وې.

بند امیر لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۱۷ اوور کې پوره کړ. او لوبه یې په اتو ویکټو وګټله، د کابل بازانو دا لومړۍ لوبه وه، چې ویې بایلله.

نوید په ۷۰ منډو وسوځېد خو عمران جنت ۷۶ منډې ناسوځېدلی پاتې شو.

دې سره کابل بازان ، امو نهنګان، بند امیر او مس عینک لوبډلو دوهم پړاو ته لاره وموندله.

نننۍ لوبې د وړاندې تګ لپاره قسمت ټاکوونکې وې، چې د سپین زمریانو په څلورو لوبو کې یواځې یوه لوبه ګټلې او د تیر کال په څیر د سیالیو اتلولي یې خپله نشوه کړای او د دویم راونډ نه پاتې شوه.

بله پاتې شوې لوبډله د بوست ساتونکي وه، چې په څلورو لوبو کې یې یوه هم ونه ګټله.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button