په افغانستان کې جګړه چا پیل کړې؟ مدرسې که پوهنتون؟

ډاکټر آصف

تېره ورځ په کابل کې د نوشابې یوه دکان ته ننوتلم، ګورم چې نږدې ۸ نوي ځوانان په سودا پلورلو بوخت دي او د ټولو قوارې سره ورته هم دي، زه وپوهیدم چې حتما یا ټول سره وروڼه دي او یا د تره زامن او یا نور نږدې خپلوان دي، په دې کې د پوخ عمر لرونکی یو سړی رادننه شو، زمونږ خواته کیناستو له مونږ سره یې د بحث کولو لپاره یوه مقدمه کیښوده، هغه وویل چې دا هلکان ټول زما زامن دي، ټول یا مکتبونو کې درس وایی او یا هم په ښوونځیو کې دي، یواځې دغه یو چې یخ خرڅولو ته ناست دی بې سواده پاتې شوی او هڅه کوم چې هغه هم درس پیل کړي، او دا ځکه چې جنګ جګړې، فساد او فتنې ټولې له بیسوادۍ نه کیږي، او با سواده انسان هیڅکله جنګ جګړو ته زړه نه ښه کوي، او دا نن سبا چې په افغانستان کې جګړه روانه ده دا د بې سوادۍ نتیجه ده، ما ورته په ځواب کې وویل چې محترما!: د افغانستان جګړه چا پیل کړې؟ با سوادو که بیسوادو؟ جګړه خو د کابل د پوهنتون محصلینو او استادانو لخوا پیل شوې نه د بې سوادانو لخوا، هغه چې پوه شو چې ملامت دی نو یې بل غره ته ټوپ کړ او ویې ویل چې نن سبا چې په میا او ملا باندې څومره کار کیږي په بل هیچا هم نه کیږي، ما ورته وویل چې ته اوس میا او ملا پریږده ته زما خبرې ته ځواب ورکړه، د میا او ملا ځواب به هم زه درکړم.

هغه بیا له خبرې ټوپ کړ او ویې ویل چې ګوره په افغانستان کې د ثور انقلاب راغی دا یو بدلون و باید چا یې مخالفت نه وی کړی نو افغانستان به ګل او ګلزار شوی وی، ما ورته په ځواب کې وویل بدلون که وژنې او ورانۍ آیا بې سواده انسان هم دا ډول بدلون راولي چې د افغانستان مشر ووژني او د قدرت په ګدۍ کیني؟ د دا ډول بدلون پر خلاف همدا ډول غبرګون کیږي لکه چې ومو لید! د ده یو دلیل دا و چې په پاکستان کې ملا فضل الرحمن د نجونو سره ولاړه  ناسته کوي او انځورونه یې په فیس بوک نشریږي خو هیڅ یوه پاکستانی ورباندی د کفر فتوا ورنکړه او که چیرته زمونږ یو ملا داسی کار وکړی نو هغه بیا کافر ګڼل کیږي ما ورته وویل چې د فیس بک تصویرونه اکثر فوټو شاپ کیږي او باید ځان حقیقت ته ورسوو او سطحی ولاړ نه شو باید عمیق و اوسو، همداسې هغه وویل  د پاکستان د پیپل ګوند شعار هم روټي مکان کپړا و او زمونږ د ثور انقلاب شعار هم کور کالي ډوډۍ و خو پیپلیانو ته هیڅ پاکستانی ملا او یا بل چا کافر ونه ویلو او دلته بیا ټول ورته کافر وایي.

نو په افغانستان کې په میا او ملا باندې کار کیږي او په پاکستان کې پرې نه کیږي نو ځکه دلته جګړه روانه ده او نه دریږي!!!

زه پوه شوم چې سړی خو د کمونیزم له بقایاو څخه دي او کمونستانو له پیل نه د ملا په بهانه د اسلام پر خلاف جګړه او مبارزه پیل کړې وه نو ځکه یې تر اوسه هم په مغزو کې د همدغې جګړې تصویر پروت دی، ما ورته وویل زه له تانه یوه پوښتنه کوم: په افغانستان کې جګړه چا پیل کړې؟ ملا که کمونست؟ او پوهنتون که مدرسې؟

هغه بې ځوابه شو او یا یې ځان بې ځوابه وښود، ما ورته وویل چې: باید له حقیقت نه سترګې پټې نه کړو او هغه دا چې جګړه د کابل د پوهنتون نه د کمونستانو لخوا پیل شوې او کمونستانو د روسانو په اشاره پیل کړې، او د پوهنتون اخوانیانو یې مقابله کړې تر دې چې د داود سفاک رژیم د کمونستانو ننګه کړې او اخوانیان یې ټکولی، تر دې چې د کمونستانو او اخوانیانو تر منځ جګړه اوج ته ورسیده او کمونستانو په ځان کې نور د دفاع توان ځکه ونه لید چې د اخوانیانو تر شا ملت ودرید او د کمونستانو تر شا روسان، تر دې چې روسان هم په دې وپوهیدل چې لاسپوڅې افغاني کمونستان یې له ماتې سره مخ کیدونکي دي نو یې مستقیما مداخله وکړه او خپل فوځونه او ټانکونه او الوتکې یې راوستې، خو بالآخره روسان هم د مجاهدو سرښندونکو له سختو ګذارونو سره مخ شول او تیښتې ته مجبور شول او بقایاو یې هم ماتې وخوړه او مجاهدینو د قدرت واګي په فاتحانه ډول ونیول خو متاسفانه چې د پوهنتون اخوانیان بیا په خپلو کې په جګړه بوخت شول او افغانستان یې د لا سترې فاجعې او ناورین او ډبیدو خواته ټیل واهه او په شر او فساد یې لاس پورې کړ، همغه و چې د مدرسې ملایانو د شر او فساد پر ضد پاڅون وکړ او افغانستان یې له تباه کیدو څخه وژغورلو، خو غرب مشربه پوهنتونیانو دا ونه شوای زغمله او یو ځل بیا یې د مدرسې پر خلاف افغاني ټول پوهنتونیان (کمونستان + په نوم اخوانیان) له ځان سره یو ځای کړل او پر مدرسې یې یرغل وکړ چې تر ننه دا جګړه دوامداره شوه.

حقیقت دادی چې د افغانستان جګړه د پوهنتون کمونستانو پیل کړې وه او د مدرسې طالبانو ورته د پای ټکی ایښی و خو د غرب پوهنتونیانو یو ځل بیا د دغې جګړې پر مړ شوی اور تیل واچول او پکه یې ورته ووهله او د جګړې دغه ګل اور یې بیا تازه کړ چې لمبې یې پورته شوې او اوس یې هیڅوک په ګل کولو نه پوهیږي.

نو په زغره ویلای شو چې په افغانستان کې چې څومره وینې توی شوی، ورانی شوی، او یا له دې نه پس توییږی او هیواد کنډواله کیږي اصلی مجرمین یې کمونستان دي ځکه چې د دغې جګړې بنیاد همدوی ایښی.

تاریخ به د دې منحوسو څیرو په هکله قضاوت وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button