د ګوانتانامو ۱۵ بنديان متحده عربي اماراتو ته انتقال شول
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل
د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د ګوانتانامو ۱۵ تنه بنديان يې متحده عربي اماراتو ته انتقال کړي، دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه کسان يې د اړوندو ادارو له خوا د هر اړخيزې څېړنې وروسته ياد هېواد ته انتقال کړي، چې په دې کسانو کې ۱۲ تنه د يمن هېواد او ۳ تنه يې افغانان دي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې دا کار يې د جمهوررئيس اوباما د هغه فرمان له مخې کړی، چې په ۲۰۰۹ کال کې يې صادر کړی و، دوی وايي چې دوی د بنديانو د قضيې لپاره يوه کاري ډله لري، چې پکې د متحده ايالاتو د بهرنيو، دفاع، کورني امنيت او عدليې وزارتونو د استازو تر څنګ د ملي استخباراتو د رياست او د لوی درستيزانو د ګډې کميټې استازي برخه لري، چې د دغو ۱۵ تنه بنديانو قضيې يې څېړلي.
هغه بنديان، چې د ګوانتانامو له زندان نه متحده عربي اماراتو ته لېږدول شوي نومونه يې په لاندې ډول دي:
عبدالمحسن، عبدالرب صالح ال بوسي، عبدالرحمان سلیمان، محمد ناصر یاهي خسروف قزاز، عبدل محمد احمد نثار المهاجري، محمد احمد سید الاضاحي، عبدالقادر المظفري، محمد عبدالعزیز المجاهد، سعید احمد محمد عبدالصارم جربح، محمد کمین، ظهار عمر حامص بن همدون، حامد الرزاق چې په حاجي حمیدالله هم شهرت لري، مجید محمود عبدو احمد، ایوب مرشد علي صالح، عبیدالله او بشیر ناصر علي ال مروله.
بايد وويل شي، چې د ګوانتانامو زندان امريکا هغه وخت جوړ کړو، چې په افغانستنا يې حمله وکړه او د افغانستان او نورو ډېرو هېوادونو بنديان به يې ګوانتانامو ټاپو ته انتقالول، چې د ګوانتانامو په زندان کې به د ډېرو شکنجو لاندې و او هر ډول تعذيبونه به ورکول کېدل.
همدارنګه څه موده وړاندې د حقوق بشر نړیوال سازمان یوې وکیلي اندریا براسا ویلي و، چي ډېر هغه پخواني بندیان چي د امریکا په ضد یې بیا په جګړه لاس پوري کړی، هغوی د زندان تر مخه وسلواله مبارزه نه کوله.



