په نيويارک ښار کې په مسلمان امام بريد کوونکی نيول شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل
نیویارک پولیسو تیره شپه رسنيو ته ويلي، چې د بنګله دیش اصله امام قاتل يې نيولی. پولیسو ویلي، چې نوموړی د پیښې ځای ته نږدې په يو کور کې نیول شوی . پولیسو په برید کې کارول شوې وسله او جامې هم موندلي دي. هغوی ویلي دي، چې برید کوونکی به د دوو تنو د وژلو په تور محاکمه شي.
ځايي پوليس وايي چې ۳۵ کلن بريد کوونکی اوسکار مورل يې د بروکلين په سيمه کې نيولی.
پولیسو ویلي دي، چې تر اوسه پورې څرګنده نده، چې د برید اصلي موخه څه ده. د برید کوونکي نه څیړنې دوام لري .
بايد وويل شي، چې پرون يې د بنګله ديش الاصله امام جنازه په نيويارک ښار کې وکړه او د جنازې ګډونکونکو مسلمانانو د عدالت غواړو شعارونه ورکول او ويل يې چې (په امريکا کې دوی خوندي نه دي، دا پېښه د دې ښکاره بېلګه ده، چې د ويرې ژوند تيروي).



