یمن: د بې پولې ډاکټرانو په روغتون بمبار شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل

په يمن کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون بمبار، د سعودي حکومت په مشرۍ پوځي ايتلاف کړی، چې پکې لږ تر لږه ۷ کسه وژل شوي. ځايي رسنيو ويلي، چې په دې هوايي بريد کې ۱۳ تنه ټپيان هم شامل دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې په خپلې رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې پر روغتون يې بريد شوی، خو د وژل شويو او ژوبلو په اړه يې دقيق شمېر نه دی معلوم کړی. د سعودي په مشرۍ پوځي ايتلاف چې ۲۰۱۵ کال راهيسې يې د دې هېواد د ولسمشرعبدرب هادي منصور په پلوۍ پر حوثي شيعه ياغيانو هوايي بريدونه پېل کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د افغانستان په کندوز ولايت کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون، چې زرګونو ولسي وګړو ته يې وړيا طبي اسانتياوې ورکولې، د امريکايي الوتکو له بمبارۍ سره په اور کې لولپه شو او  له خپلو لسګونو ډاکټرانو، نرسانو او ناروغانو سره د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې وسوځېده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button