طالبان: د هلمند،کندهار لويه لار مو د دولتي ځواکونو پر مخ تړلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل

طالبانو په خپل رسمي ويب پاڼه کې ويلي، چې د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه او کندهار لويه لار يې د نهرسراج يکلنګ او شيندک سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر مخ تړلې، په خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ ناوخته يې د عسکرو او پوليسو بريد په شا تمبولی. دوی دعوه کوي چې د دولتي ځواکونو درې عراده موټر يې په ماينونو تخريب کړي او سيمه اوس هم د دوی په واک کې ده.

په هلمند کې د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان د رویټرز خبري اژانس  ته ويلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو «ځانګړي ځواکونه»  په وسلو مجهز او سنبال دي، چې جګړه مخ پر وړاندې وړي.

د افغان ځانګړو ځواکونو قومندان سیدمراد له قوله، چې طالبان په درنو وسلو، منظم لباس، د شپې لېدلو په ټيکنالوژۍ او په پرمختللیو وسلو سنبال دي. سیدمراد زیاته کړې، چې د طالبانو ځانګړي ځواکونه د «سرې قطعې» په نوم یادیږي چې د شپې دوربینونو په شمول، ۸۲ ملي متري توپونه راکټونه، پیکاوې، امریکايي توپکونه، درنې او پرمختللې وسلې لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button