د ترکيې څخه د اسلامي نړۍ د مشرتابه غوښتنه

د تیرې جولایي د میاشتې پنځلسمې د ناکامې کودتا وروسته، چې د ترکیې چارواکو په وینا په امریکا کې میشت فتح الله ګولن ېې رهبري پرغاړه درلوده د امریکا په شمول د ترکیې او اروپایی ټولنې ترمنځ اړیکې خرابې شوې.

اوس اروپایي ټولنې ته د ترکیې غړیتوب په ګرانه بیه پریوځې، د ترکيې او اروپایي ټولنې ترمنځ په تیر مارچ میاشت کې موافقه شوې وه، چې اروپاته د کډوالو پرمخ د لارو په بندولو به اروپایي ټولنه ترکانوته  پرته له ویزې د ازادسفر زمینه برابره وي، چې په ترکیه کې د ناکامې کود تا وروسته اروپایی ټولنې اروپا ته د ترکانو د ازاد سفر کولو امتیاز ځنډولی دی.

د ترکیې او لویدیځې نړۍ ترمنځ اړیکې دومره خرابې شوي دي، چې د شمالي اتلانتیک په تړون ناټو کې د دې هیواد غړیتوب ته  ېې گواښ رامنځ ته کړی دی او داسې ښکاري چې انقره د روسیې سره خپلې اړیکې له سره ښې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو وایي، که اروپايي ټولنه ترکانو ته د ازاد او پرته له ویزې د سفر کولو امتیاز ور نه کړي، مونږ به هم د اروپایي ټولنې سره د کډوالو د مخنیوي په تړون پښه راکاږو او د ځان لپاره به د نورو لارو چاروګټه واخلو.

د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ اړیکې ورځ په ورځ ترینګلی کیږي، چې ترکي چارواکو  په استانبول کې په یو شمیر قضایي ادارو عملیات پیل کړي دي او د هر یوه په کود تا کې لاس لرونکي پوښتنو د ځوابونو څخه د امریکاپه اشاره د ګولن لاس ثابته وي.

په داسې حال کې چې ترکیه د امریکا په مشرۍ د ناټو له تړون او اروپاېې ټولنې څخه  د اړیکو په خرابوالي د وتلو په حال کې ده.

په تونس كې د النهضه د غورځنګ او د سيمې د مسلمانو سياسي مشر راشد الغنوشي ویلي: ((اوس  د مسلمانانو یووالي ته اړتیاده او دا د وخت غوښتنه ده، چې تركيه د اسلامي نړۍ مشري پر غاړه واخلي)).

الغنوشي په تونس کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د امریکا او اروپایي ټولنې د مسلمانانو سره په دوه مخي سیاست نیوکه وکړه او وېي ویل:

لوېديځو د يموكراتيكو سيستمونو بايد په لومړي سر كې په ترکیه کې د كودتا پر وړاندې د مخالفت په ښودلو د ترکیې ولس سره خپل ملاتړ اعلان کړی وايي او هم ېې باید د ترکېې د ولس میړانه قبوله کړې وای.

د الغنوشي سره د اسلامي هیوادونو د نظر ملګرتیاشته؛ خوامکان لري  یواځې د سعودی حکومت به ېې د امریکا په ملګرتیا د ترکیې لخوا دغنوشي دغوښتنې مخالفت وکړي.

د الغنوشی ددې ویناسره د اسلامی هیوادونو یووالی پدې ښکاره شو، چې غنوشی وویل: د كودتا پر وړاندې د تركيې  د ولس قاطع دريځ د ټولې اسلامي نړۍ د افتخار وړګړځیدلی دی، تركيه چې د ملي حاكميت او د يموكراسۍ په ډګر كې پوره تجربه لري د اسلامي هېوادونو او د سيمي مشري بايد پر غاړه واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button