د اتريش هېواد په يو ريل ګاډي کې د چړې په واسطه بريد شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل 

په اتريش هېواد کې يو تن په ريل ګاډي کې، د سفر پر مهال د ريل ګاډي په سوارلۍ بريد کړی. ويل کېږي چې کله ريل ګاډي حرکت وکړو، نو بريدګر هم په مسافرو د چاړې په واسطه بريد خښ کړو.

د اتريش پوليسو ويلي،چې بريد د سولز سيمې ته نږدې شوی دی، چې پکې لږ تر لږه ۲ تنه سخت ټپيان دي. د پوليسو په وينا بريد د يو تن ۶۰ کلن الماني لخوا ترسره شوی . تر دې دمه لا د بريد موخه نه ده څرګنده.

د يادونې وړ ده، چې په اروپايي هېوادونو کې د چاړو، تبرونو او…. بريدونه زيات شوي دي، چې يوه بېلګه يې تېره ورځ په جرمني هېواد کې د تبر بريد و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button