د بوست ساتونکو لوبډله له شپږېزې سیالیو بهر شوه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۲۶) الماس خدرخېل

د کرکټ شل اوریزو شپږیزو سیالیو په لړ کې پرلپسې پنځلسمه لوبه د بست ساتونکو او امو نهنګانو ترمنځ په الکوزي کابل نړۍ وال کرکټ لوبغالي کې تر سره شوه .

د لوبې پچه بست ساتونکو لوبډلې وګټله او خپله یی د توپوهنې پرېکړه وکړه، په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

د امونهنګان لوبډله وتوانیده، چې ورکړل شوی هدف په څوارلسم اور کې پوره کړي، د یادې لوبډلې څخه زیاتې منډې سلمان بټ ۴۴ جوړې کړې .

د لوبې غوره لوبغاړی هم سلمان بټ وټاکل شو، چې تر ټولو زیاتې ۴۴ ناسوځېدلې منډې یې کړې وې.

د دې سیالیو دوهم پړاو چې پاتې څلور لوبډلې به پکي لوبېږي، سبا چهارشنبه ترسره کیږي، امونهنګان به د کابل بازانو او بندامیر ښاماران به د میس عینک پروړاندې سیالۍ ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button