
سهامي شرکت له منځه درومي!
قاري خالد
دګډ حکومت دمشرانو ترمنځ ناندریو زور اخیستی، داسې برېښې چې دسهامي شرکت شریکان نور نه غواړي شریک تجارت مخ پر وړاندې یوسي او دا احتمال زیات لېدل کېږي چې ګواکې لویه جرګه به راوغوښتل سي.
دا په داسې حال کې ده چې دسهامي شرکت یو لوری غواړي دحکمتیار ګلبدین ناراضه حزب په حکومت ورګډ کړي او بل لوری بیا پر څو وجوهاتو له دې وېره لري.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه درلودله؛ ډاکټر عبدالله خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړ چې پس له دې به یې په کلکه له حقوقو دفاع کوي.
په ورته وخت کې داسې راپورونو هم زور اخیستې چې ګویا عطامحمد له ولایته ګوښه کړی سوی او پر ځای یې بل څوک ګومارل کېږې.
دنظام مشر ډاکټر غني هم یوه غصه ښکاره کړه چې دډېری خلکو پر خولو یې موسکا وځغلوله؛ ښاغلي غني وویل: زه تر شاه ولس لرم او هغه ولس مشر چې ولس ونلري، تش سوډر دی.
له حالاتو او سیاسي منډو ـ ترړو داسې انګېرلی سو چې دواړه خواوې کوښښ کوي واک دځان او مخالف لوری کناره کړي.
دغني زیاته تکیا پر دې ده چې دحزب اسلامي منتشر غړي راغونډ کړي او بیا دښاغلي حکمتیار سره دصلحې هغه مسوده لاسلیک کړي چې دمګړۍ تکمیل سوې ده او مازې دمشرانو لاسلیکونه ته پاته ده
که چېرې غني پر دې وتوانېږي چې حزبیان سره راغونډ او بیا ورسره مسوده لاسلیک کړي، غني کولای سي امریکایان قانع او خپله حکومتداري وغځوي.
له بله پلوه اجرائیه رئیس او د نظار شورا مهم غړي کوښښ کوي دحکمتیار له حزب سره مذاکرات ناکامه کړي او دنظام حزبیان له ځانه سره وساتي. دنظام حزبیان هم دحکمتیار له حزب سره دصلحې له مذاکراتو وېره لري او نه غواړي حکمتیار کابل ته راسي البته که نظام له منځه ولاړ سې او واک انتقالي ادارې ته وسپارل سي د ارواښاد ملا دادالله رحمة الله هغه مقوله به کاملاً صدق سي چې ویل به یې.
حزبیانو چې له هر نظام څخه ملاتړ اعلان کړی، نظام یې ور ړنګ کړی.
بهرحال نږدې راتلونکی به دا پرېکړه وکړي چې واک له چا سره پاته کېږي او سهامي شرکت نور څومره زمانه دوام مومي البته یوه خبره جوَته ده چې دلته دهر کړکېچ تر شاه د امریکا لاس دی او د امریکا پر خوښه نظام ړنګېږې او د امریکا پر خوښه قائمېږي.
په مستعمره دولتونو کې دچارواکو بقا او پایښت د اشغالګرو مرهون منت وي، او هر هغه چارواکی چې استعمارچیانو ته متعهد وي واک یې دوام مومي.
که چېرې دطالبانو عملیات شمال ته نه وای غځېدلای دا هم بعیده نه وه چې دسهامي شرکت دشرکاؤو ترمنځ داسې یو حالت رامنځ ته کړای سوی وای چې هیواد یې دتجزیې وخوا ته بیولای وای مګر اوس چې شمال دطالبانو د توندو عملیاتو لاندې دی د اشغالګرو دا خوب هم سرچپه تعبیرېږي، ځکه غواړي د کابل واک خپلو اصیلو او متعهدو غلامانوته ولېږدوي، یوه جنجالي او نسبت کمزورې اداره په واک کې وساتي او د اشغال دتداوم لپاره پلمې زیاتې کړي.
هیڅ ممکنه نده چې دکوم هیواد چارواکې دي هغه مهال دواک پر سر لاس ـ ګریوان سي چې دواک لاندې ساحې یې په تېزۍ سره له ګوتو ووځي او دنظام مخالفین یې هره ګړۍ نظام ننګوي مګر دا هغه ګړۍ کله چې نظام خپلواک وي او چارواکي یې دشخصي او پردیو ګټو پر ځای ملي ګټو ته ژمن وي.
د افغانانو بدبختۍ به تر هغو دوام مومي ترڅو چې دغرب له فکري او پوځي غلامانو ځانونه خلاص نکړي، حق درک نکړي او دیو مسلمان متحد ملت په څېر پر هغه څه سره راټول نسي پر څه چې دمسلمان امت اول سره راټول سوی او متفق سوی وو.



