
فولکلوري درملنې
برېښ
ډاکټر شفيقه
د بدن ځينې غړى د راز راز ناروغيو سره مخ کيږي اکثر د بدن په زيات پخوالى (زړښت) سره دبدن به بیلابیلو برخوکې بريښ رامنځ ته کيږي چې په غرنيو سيمو کې دى بريښ ته باد هم ويل کيږي که څه هم د باد او بريښ ترمنځ توپير څرګند دى خو په عامو خلکو کې دباد جملې ځاى موندلي دي.
فولکلوريکي درملنې د يوناني حکيمانو چې نن سبا ددنيا حکيمان حکيمان له څيړنو ګټه اخلي او د هر مرض تشخيص په يوناني حکيمي تجربو کوي د افغانستان په غرنيو او وروسته پاتې سيمو کې چې د امريکا د ديموکراسى د اور لمبې لاندې ور رسيدلى په خپل پخوانى کلتور او ادب درملنى دوام لري.
مونږ دلوستوالو دمعلوماتو لپاره د بريښ په اړه معلومات راغوړنډ کړيدى د يونانى حکمت او اد ب وروسته افغانستان چې په هر لحاظ يو وروسته پاتې هېواد بلل کيږي په پښتو ادب کې هم طب ته په نثري او نظمي صورت کم شمير ليکوالو کار کړيدى.
په پښتو ادب کې د خوشحال خان خټک طبنامه زياته مشهوره ده دخوشحال خان خټک په اثارو کې يو کتاب دصحت البدن په نامه ياد شويدى چې غالباً په منظومه طبنامه کې راغلى دى او پوهان عبدالحى حبيبي پرې سريزه ليکلى په ١٣١٧ کې چاپ شويدى.
دويم د خوشحال خان خټک کليات چې په ١٩٦٠ کې په پېښور کې چاپ او دوست محمد کامل پرې سريزه ليکلې د طبنامې نه پکې کار شويدى.
د طب په اړه په يونان او ورپسې هندوستان کې زیات کار شويدى. تردې د مخه په پښتو ادب کې چې لومړى نظم
امير کروړ په( ١٥٤ هـ ق مړ ) ليکلى.
خو شحال خان خټک په پښتو نظم کې طب ته د طبنامي په وسيله خپله هڅه کړيده.
دنثرپه اړه ویلی وشوچې ابو محمد هاشم بن زيد السرواني په ٢٢٣-٢٩٧ کې نثري لیکنې کړيدي، دې ليکوال هم پښتو ادب کې طب ته پوره کار کړيدى.
فولکلور چې د پښتو ادب لرغونى دود، درمل او ټوټکى دى د افغانستان په لرى پرتو سيمو کې لکه د پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، غرنۍ برخه، کونړ، نورستان او نورو لرى پرتو سيمو کې ژوند په همدې درملنه دوام لري.
پخوا به د زړو حکيمانو او زړو ښځو ټوټکو زيات شهرت درلوده. د چا به چې بريښو شو کليوالو زړو ښځو او حکيمانو به پرى خپلې تجربې پيل کړى حکيمانو به اکثر ددغه رنګ ناروغانو مرض د نبض په نيولو معلوماوه او زړو ښځو به چې د مريض سترګو ته وکتل وبه يې ويل ښه شوه بلا وه او برکت ئې نه ؤ دا خو درنه سترګو خوړلى د نظره شوي دی.
زړې انابه بې واره وویل ښه شو ښه شو چې زه موپرې خبره کړم هلئ ژر شئ د کلي د څلورو لارو څخه خځلې راغونډې کړئ چې خپله ټوټکه پرې وکړم که مريض به هر څو د ملا، يا د بدن د بل غړى د درد څخه زيږيروي کول زړې انا بۀ د ټوټکى د عملياتو په دوام ټنګارکاوه .
په توره کټوه کې به يې د ټوټکى عمل پيل کړ د تورسترګو او شين سترګو دم اومنتر به يې څو وارى پرې تکرار کړ بيا به ئې د مريض د کور وګړو ته مبارکى ورکړه وبه ئې ويل د تورو سترګو نه نيولې د ١٣ قسمه سترګو دم مې پرى چف کړ غم مکوي جک جوړ به شي.
د دې نه علاوه به د کلي حکيم د بريښ مريض ته خپله تجربه پيل کړه د فولکوريکو درملنو پيل به د تورو وړويو نه وشو
دوړوکي مال (پسه )تورې وړۍ به په کاڼو (ډبرو) وټکول شوى مالګه به يې ورسره ګډه کړه او په اوبو، کې به يې وخوټکولې په ټوکر به يې خورې او د بدن د بريښ په غړى به يې وتړلې.
دويمه درملنه به دا وه چې د چنغوزو پوستکي به يې وټکول مالگه بۀ يې ورسره ګډه کړه د بدن په بريښ غړى به يې د پټۍ په شکل وتړل ځنې وخت يې به چې بريښ زيات ؤ زيړ کورى بۀ يې وټکاوه او مريض ته به يې په اوبو کې دڅکلو لپاره وخوټکاوه،ځينى به ېې په غوړو کې سور کاوه او مریض ته به ېې ورکاوه .
دريم درمل دا ؤ چې مريض ته به وړه سره کړل شول ګوړه به ورسره ګډه شوه او داړتيا وړ اوبو کې به وخوټکول شول مريض ته به ورکړل کيدل.
په افغانستان کې ديوناني ادب وروسته په فولکوريک ډول سره رسم ، عقايد، رواجونه ، کيسي ، درملنې او ولسي سندرې چې په ولسي سندرو کې د درملنو يادونه هم شويده.
ګلان د یار له مخه ټول کړه
ګلقند ترې جوړکړه د زړه درد قلاروینه
يونان چې د فولکور سرچينه ده ګاونډيانو او نورو هېوادونو ترى ګټه کړيده په روسيه کې يوازى شفاهي ادب ته فولکلور ويل کيږي او د ولسي خلکو د ژبې محصور يې ګڼي.
په فولکور کې ( توده شناسي ) چې فارسيان ورته پوره عقيده نه لري هم څيړنى شويدى په کابل کې ادبي انجمن د رهنمايي فولکلور په نامه ( ١٣١٦ هـ ش) کې اثار چاپ کړيدى دارنګه سخن مجلى دخلکو سندرې او نورو چاپى اثار په فولکور ليکنې شويدى چې دبريښ په اړه که ژوند يارى وکړه نور معلومات به هم سره شريک کړو په اوس وخت کې ډاکټران د بریښ لپاره د
( ډايکلو- ډایلکوفینک) او ( ويرن ) څخه کار اخلي



