
نوازشریف عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۶) زرغون خوږیاڼی
نن په کابل کې د پاکستان سفیر ابرارحسین د اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال د نوازشریف په غوښتنه پاکستان ته د سفر بلنه ورکړه.
ډاکټر عبدالله ورسره د مننې تر څنګ په مناسب وخت کې د سفر کولو ژمنه وکړه.
تر اوسه دا نه ده په ډاګه شوې، چې نوازشریف ډاکټر عبدالله ته د کومې موخې لپاره د سفر بلنه ورکړې ده؛ خو شنونکو یادې بلنې ته د شک په سترګه کتلي دي.
دوی وايي، اوس چې په هېواد کې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ له یو لړ خپلمنځي لانجو پرده پورته شوه او دواړه لوري یو له بل څخه نور هم لرې شول، د پاکستان دا بلنه په هیواد کې د لاسوهنې په معنا ده.
همدارنګه عام افغانان او سیاسي شنونکي د دواړو مشرانو تر منځ اختلاف د هېواد لپاره یو تاریخي شرم بولي .



