د شپږیزې سیالیو پایلوبې(فاینل) ته کابل بازان ووتل

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی

 د کرکټ د شل اووريزو شپـږيزې سیالیو د دويم پړاو په لومړۍ لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې امونهنګانو ته په ماتې ورکولو سره د دې سياليو پایلوبې(فاینل) ته لاره پيدا کړه.

نن د دويم پړاو لومړۍ لوبه د کابل بازانو او امو نهنګانو تر منځ ترسره شوه،د لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

کابل بازانو په ټاکل شوو ٢٠ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ١٨٤ منډې جوړې کړې.

د دوى له لوري شهزاد محمدي د شپږو شپږيزو پر مټ ٧٨ او لوبډلمشر اصغر ستانکزي ٤٩ د پام وړ منډې وکړې.

په مقابل کې د امو نهنګانو لوبـډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او په ٢٠ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو ١٦٨ منډې جوړې کړې او دغه راز يې دا لوبه د ١٧ منډو په توپير سره کابل بازانو ته بايلوده.

د کابل له لوري راشد خان ٤ او محمد سميع ٢ لوبغاړي وسوځول.

په دغې بریا سره کابل بازانو لوبډلې وکولای شول، چې د شپږیزو سیالیو فاینل ته نیغ په نیغه لاره پیدا کړي، بلخوا د امو نهنګانو لوبډله اوس یو بل چانس هم لري.

نن له غرمې وروسته د دويم پړاو دويمه لوبه د مس عينک اتلانو او بند امير تر منځ کېږي، ګټونکې لوبډله به له امو سره لوبه کوي او د دې لوبې ګټونکې لوبـډله به پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button