
دلمونځ مسایل ( اته لسمه برخه )
لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)
د امام په موجوديت کې د بل غوره کس امامت کول
پوښتنه : که په کوم مسجد کې امام مقرر وي او د هغه په موجوديت کې يو داسې کس د لمانځه په وخت کې راشي چې له هغه څخه غوره وي نو په دې وخت کې د جماعت څوک ډير حقدار دی؟
ځواب : معين امام له دغه اجنبي کس څخه ډير مستحق دی، اګر که اجنبي له ده څخه ډير بهتر وي ([1]).
له قلعيي څخه په ډکو شويو غاښونو کې امامت کول
پوښتنه : د زيد غاښونه له دننه څخه تش شوي او خوړل شوي، که چيرته هغه غاښونه په دواء يا په قلعيي سره ډک کړي نو په داسې صورت کې په غسل او نورو کې کومه خبره شته او که نه؟ او په داسې حالت کې امامت کولاى شي او که نه؟.
ځواب : ډکول يې روا دي، غسل يې کيژي، امامت کولاى شي ([2]).
د زنا کونکي امامت
پوښتنه : يو حافظ صاحب د زنا په کولو ليدل شوى، هغه ته ويل شي هم دي، مګر هغه خپل دغه بد حرکت پرې نښود، يو شمير خلکو څو واره ورته وويل چې ته لمونځ مه ورکوه، ستا تر شا لمونځ نه کيژي، د دې مسئلې ځواب که وليکل شي؟.
ځواب : د زنا ثبوت د زاني په اقرار يا د څلورو ثقه شاهدانو په شاهدي سره کيژي، له دې پرته نه ثابتيژي، که چيرته شرعي ثبوت وي او امام توبه نه کاژي نو د داسې امامت مکروه تحريمي دى کله چې له ده بهتر د امامت وړ (لايق) موجود وي، او که چيرته شرعي ثبوت نه وي نو يوازې د بدګماني په بناء هغه ته زاني ويل نه دي روا، البته امام ته د خپل چال چلند داسې ساتل ضروري دي د کوم له امله چې نورو ته د بدګماني موقع په لاس ورنشي ([3]).
د چا چې زوى په پوهنتون کې او لور يې په بل مکتب کې سبق وايي د هغه د امامت حکم
پوښتنه : امام صاحب د کوم زوى چې کنزالدقائق او نور کتابونه لولي او همدا ډول په سيمه ييز پوهنتون کې هم داخل دى، په خپله د شريعت پابند دى او په اولاد کې هم د شريعت اهتمام کوي، همدا ډول هغه خپلو بچيانو ته په کور کې قرآنکريم له تجويد سره او د يو شمير نورو مسايلو کتابونه لوستي دي او د ښځو په کليوال ښونځي کې يې داخل کړي دي، اوس يو شمير خلک د داسې امام په امامت باندې اعتراض کوي، که له شرعي حکم څخه مو خبر کړى؟.
ځواب : که چيرته کوم مسلمان خپل ديني فرايض او واجبات پر ځاى کوي او کوم دنيوي علم حاصلوي نو په باندې د اعتراض کولو لپاره هيڅ ګنجايش نشته، ځګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله زمانه کې صحابه کرام رضی الله عنهم د عبراني ژبې او د نورو زده کولو ته موجه کړي دي، له هغه وخت نه رانيولې تر دې وخته ديني علماء کرامو له ديني زده کړو سره دنيوي زده کړې مستحسن ګڼلې دي ([4]).
له هلک څخه د مچو اخيستونکي امامت
پوښتنه : که چيرته يو کس له کوم هلک څخه مچو واخلي او د هغه انزال وشي نو آيا د داسې کس شا ته لمونځ کول صحي دي او که نه؟.
ځواب : د شهوت پوره کولو لپاره له هلک نه د مچو اخيستل روا نه دي، کوم کس چې داسې وکړي د هغه امام جوړول مکروه تحريمي دي تر څو پورې چې توبه ونه کړي ([5]).
په کومو کسانو پسې لمونځ کول مکروه دي
پوښتنه : په کومو کسانو پسې تر شا لمونځ کول مکروه دي؟
ځواب : په دې کسانو پسې تر شا لمونځ کول مکروه دي، بدعتي، فاسق، جاهل، بې احتياطه ړوند، ولدالزنا يعنې حرامي.
خو که چيرته غلام کليوال او عالم وي، يا ړوند احتياط کونکی او عالم وي، يا قرآن مجيد ښه لولي، همدا شان ولدالزنا(حرامي) عالم او نيک بخت وي او له دوی څخه پرته بل بهتر کوم کس موجود نه وي نو په دې صورت کې د دوی امامت بلا کراهيته جائز دی ([6]).
د تعويذ خرڅونکي امامت
پوښتنه : زيد په يوه جومات کې امام دى، له امامت سره تعويذونه هم خرڅوي، د هغه په اقتداء کې لمونځ کول څرنګه دي؟.
ځواب : د زيد امامت صحيح دى، ځکه چې د تعويذ په ورکولو روپۍ اخيستل ضرعاً روا دي ([7]).
د انګريزي ويښتانو لرونکي امامت
پوښتنه : يو کس دى د کوم په سر باندې چې انګريزي ويښتان دي زيره يې نګړۍ ده، جامه يې هم د نيکانو نه ده، داسې کس ته پرته له ويلو د امامت لپاره په مصلى باندې دريدل څرنګه دي؟.
ځواب : د نائب امام د موجوديت په وخت کې دويم سړي ته په خپله د امامت لپاره وړاندې کيدل نه دي پکار، د کوم سړي چې د سر ويښتان، ژيره او جامه په شريعت برابر نه وي نه خلکو ته پکار دي چې داسې کس امام جوړ کړي او نه دې دى په خپله د امامت لپاره وړاندې کيژي، چونکه داسې کس فاسق دى او د فاسق سړي په مستقل ډول امام جوړول مکروه تحريمي دي ([8]).
په کومو کسانو پسې لمونځ بيخي نه کيژي
پوښتنه : په کومو کسانو پسې تر شا لمونځ بيخي نه کيږي؟
ځواب : په دې کسانو پسې لمونځ نه کيږي، په ليوني پسې، په نشه کونکي پسې، په کافر او مشرک پسې د هيچا لمونځ نه کيږي، په نابالغو پسې د بالغو او په ښځو پسې د سړيو لمونځ نه کيږي او چا چې پوره غسل يا اودس کړی وي د هغه په معذور پسې لمونځ نه کيږي، همدا شان د ستر پټونکي لمونځ د ستر په نه پټونکي پسې نه کيږي او د هغه چا لمونځ چې رکوع او سجده پوره کوي په هغه چا پسې نه کيږي چې هغه رکوع او سجده په اشاره سره کوي او د فرض لمونځ کونکي لمونځ د نفلو په لمونځ کونکي پسې نه کيږي، همدا شان د يوه وخت لمونځ د بل وخت په لمونځ کونکي پسې نه کيږي ([9]).
د حسين او جميل امرد امامت
پوښتنه : يو طالب العلم حافظ القرآن د کوم عمر چې تقريبا شپاړس کاله دى او بالغ دى، ژيره يې تر دا وخته نه ده راغلې، د ژيرې راتلو معمولي نښې تر سترګو کيژي، همدا شان عېتمند لمونځ کونکي د هغه د ښه کردار ستاينه کوي، ابتدائي ديني زده کړې يې اوس مهال شروع کړې دي، له لويو مسئلو څخه خبر نه دى، آيا دى په جومات کې امام مقرر کيدلاى شي او د هغه شا ته لمونځ کول روا دي؟.
ځواب : که چيرته د لمانځه له ضروري مسايلو څخه خبر وي حسين او جميل هم نه وي نو له کراهيت پرته يې لمونځ صحي دى، د حسين او جميل په صورت کې لمونځ مکروه تنزيهي دى ([10]).
د کور کرايه نه ورکونکي امامت
پوښتنه : کوم کس چې نه کور خالي کوي او نه يې کرايه ورکوي او د کور څښتن پريشانه کړي د داسې کس امامت څرنګه دى؟.
ځواب : د کور کرايه نه ورکول او نه يې خالي کول دا ظلم او غصب دى، د داسې کس امام جوړول مکروه تحريمي دي، تر څو پورې هغه توبه ونکړي او د ځان اصلاح ونکړي ([11]).
په نا بالغه هلکانو پسې د تراويح لمونځ کيژي او که نه
پوښتنه : په نابالغو هلکانو پسې د تراويحو لمونځ کيږي او که نه؟
ځواب : د تراويحو لمونځ هم په نابالغو پسې نه کيږي، البته که يو هلک د پنځلسو کلونو وي خو په هغه کې د بالغ والي نښه نه ښکاري نو په هغه پسې بيا تراويح او فرض دواړه لمنځونه جائز دي ([12]).
د اهل په موجوديت کې د غير اهل امام جوړول
پوښتنه : زيد او عمر دواړه په جومات کې اوسيژي، زيد امام مقرر دى، کوم چې عالم، حافظ او قاري دى، مګر د ډار او ويرې له امله عمر د لمانځه لپاره وړاندې کيژي، کوم چې نه عالم دى، نه حافظ دى او نه قاري، او قرآنکريم هم سم نشي لوستلاى، نو آيا د زيد د موجوديت پر مهال د عمر په اقتداء کې د ټولو لمنځونه صحي کيژي او که نه؟.
ځواب : په دغه مسئله کې دوه خبرې قابل غور دي، لومړى دا چې زيد هر کله امام مقرر شوى نو عمر ته د امامت کول نه دي پکار، که چيرته د زيد له اجازې پرته امامت کوي نو دا مکروه تحريمي دى، او که چيرته يې د زيد په اجازه باندې کوي بيا هم خلاف اولى دى، ځکه چې هغه له زيد څخه کمتر دى، دويم دا چې زيد عالم، حافظ او قاري دى، د همدې برعکي عمر سم تلاوت نشي کولاى، عالم، حافظ او قاري هم نه دى، په داسې صورت کې دوه حالتونه دي چې عمر قرائت د حروف له مخارجو او صفات ذاتيه ؤ سره کوي او که نه؟ که چيرته يې د حروف مخارج او صفات ذاتيه نشواى اداء کولاى نو لمونځ صحي نه دى، او که چيرته يې د حروف مخارج او صفات ذاتيه اداء کولاى شول مګر له صفات محسنه او مميزه ؤ څخه خبر نه ؤ نو په داسې صورت کې لمونځ کيژي، مګر د زيد په مقابل کې د هغه امامت خلاف افضل او مکروه تنزيهي دى، پاتې شوه دا خبره چې د قرآنکريم تلاوت صحي اداء کولاى شي او که نه؟ د دې فيصله به مستند قاريان کوي، عام خلک يې نشي کولاى ([13]).
د حج په موسم کې د افيونو قاچاق کونکي امامت
پوښتنه : د يوه جومات امام د حج په بهانه افيون له ځان سره کړي او سعودي ته ولاړ شي او له هغه ځاى څخه سره زر راوړي، د رشوت په ورکولو سره ځي او راځي، د داسې کس متعلق څه حکم دى؟ له ده څخه زياتره مقتديان ناراضه دي؟.
ځواب : که چيرته نوموړى کس په دې باندې اعتراف کوي يا په هغه باندې شرعي شهادت موجود وي نو د هغه امامت مکروه تحريمي دى تر څو پورې چې هغه توبه ونه کاژي ([14]).
د حنفي فقهې له مخې په امام کې کوم خويونه پکار دي
پوښتنه : د حنفي فقهې له مخې په امام کې کوم ډول خويونه پکار دي؟.
ځواب : امام متقي (دينداره) او پرهيزګاره پکار دى، د حلالو او حرامو پيژندونکى به وي، له کبيره ګناهونو څخه پرهيز کونکى به وي، د لمانځه له ضروري مسايلو او صحي تلاوت څخه به خبر وي ([15]).
د کار وبار له امله د جماعت پريښودنکي امامت
پوښتنه : زيد د کار وبار له امله لمونځ په جماعت سره نکوي، په داسې حالت کې د هغه شا ته د لمانځه کولو حکم څه دى؟.
ځواب : لمونځ کيژي مګر د هغه امام جوړول مکروه دي ([16]).
د شريعت پابند مګر په قرائت کې د غلطي کونکي امامت
پوښتنه : آيا د داسې امام شا ته لمونځ کول روا دي کوم چې بالکل په صحي ډول د شريعت بابند وي، مګر هغه د لمانځه په وخت کې په قرائت کې غلطي کوي؟.
ځواب : دقرائت يو شمير غلطيانې داسې دي چې په هغو سره لمونځ فاسد کيژي، له همدې امله د داسې کس امام جوړول روا نه دي ([17]).
د کنځل کولو عادتي امامت
پوښتنه : د کوم سړي چې عادت وي چې په خبرو کولو کې کنځل کوي او مقتديانو ته کنځل کوي، منافق ورته وايي آيا داسې سړى د امامت وړ (قابل) دى؟.
ځواب : دا صفت هيڅکله د امام لپاره ښه نه دى، د هغه منصب ډير لوړ دى، داسې کړه د امامت له شان سره مناسب نه دي، هغه ته د ځان اصلاح کول پکار دي که نه نو له امامت څخه د جلا کيدو وړ (قابل) دى.
تنبيه : دا د مقتديانو لپاره ډير لوى ازمايښت او ابتلاء وي کله چې دوى له داسې امام سره مخامخ شي، چې د حق تعالى رحمت وي نو پيشوا هم ښه وي ([18]).
آيا امام ته د ځان لپاره په منبر باندې د زکوة او نورو خيراتونو غوښتنه روا ده
پوښتنه : امام صاحب د جومات د کميټۍ له اجازې پرته د جمعې له لمانځه وروسته اعلان وکړ چې دى د جومات قرضدارى دى او د نورو خلکو هم قرضدارى دى، او دا وخت د ده حال د رحم وړ دى، لهذا غوښتنه وکړي چې د زکوة او نورو خيراتونو په ورکړه يې بايد مرسته وکړى شي او خپل ملګرى کس يې د جومات په دروازه کې کينولى دى، آيا د امام لپاره دا ډول غوښتنه روا ده؟.
ځواب : د جومات امام ته دا ډول غوښتنه کومه چې پورته ذکر کړى شوه، نهايت د ذلت خبره ده، الله تعالى دې په چا باندې بد حالت نه راولي، زما عقيده دا ده چې امام ته له لوژې مړ کيدل له دا ډول ذلت اميز سوال څخه بهتر دى، باقې د جومات کليوالو ته د امام د ضرورتونو خيال ساتل پکار دي ([19]).
د چغل خور امامت
پوښتنه : کوم سړى چې چغلخوري کوي د هغه امامت څرنګه دى؟.
ځواب : چغلخوري کبيره ګناه ده، که چيرته امام له دې څخه توبه ونکړي نو د هغه امامت مکروه دى ([20]).
کورونو ته د تلونکي او د قرآتکريم پر لوستلو د فيس اخيستونکي امامت
پوښتنه : نن صبا عموما د جوماتونو امامان، د خلکو کورونو ته ورځي او هلته قرآنکريم لولي او ډير فيس هم ترينه اخلي، آيا د داسې امام شا ته لمونځ روا دى او که نه؟.
ځواب : د دې د ناروا والي شبه څه ده ….؟ ([21]).
د حاسد امامت
پوښتنه : د حاسدانو شا ته لمونځ کول څرنګه دي؟.
ځواب : حسد کول ګناه ده، امامت يې مکروه دى ([22]).
([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣٠.
([2]) خير الفتاوى، ٣ : ٣٣٠، بحواله : امدادالمفتيين، ج : ١، ص : ١٦٠، بحواله قاضي خان.
([3]) فتاوى محموديه، بحواله الدرالمختار، کتاب الحدود، ج : ٤، ص : ٧- ٨- ٩، کشف الخفاء، ج : ١، ص : ٤٥.
([5]) فتاوى محموديه، ٦ : ١١٢، بحواله رد المحتار، کتاب الحظر والاباحة، فصل في النظر واللمس، ج : ٦، ص : ٣٦٥، حاشية الطحاوي علي مراقي الفلاح، کتاب الصلوة، فصل في بيان الاحق بالامامة، ص : ٣٠٢ – ٣٠٣.
([6]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣١.
([8]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٢٩، بحواله الدرالمحتار، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٥٩ – ٥٦٠، الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، ج : ١، ص : ٥٦٠،
([9]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣١.
([10]) خيرالفتاوى، ٢ : ٣٨٧، بحواله شامي، ج : ١، ص : ٤١٥.
([11]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٤٣، بحواله رد المحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١/ ٥٥٩، ٥٦٠، مجمع الانهر، کتاب الصلوة، فصل : ١ / ١٦٣، تبيين الحقائق، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١/ ١٣٤.
([12]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٣١.
([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٢٦، بحواله عالمګيري، ج : ١، ص : ٨٣، الباب الخامس في الامامة، بدائع الصنائع، ج : ١، ص : ١٥٨، کتاب الصلوة، فصل في بيان من هو احق بالامامة، الدرالمختار، ج : ١، ص : ٦٣٠.
([14]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٤٧، بحواله الدرالمختار مع ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١/ ٥٥٩، ٥٦٠.
([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٢٧، بحواله فتاوى شامي، ص : ٥٥٧، باب الامامة، درمختار مع ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٥٧، باب الامامة، عالمګيري، ج : ١، ص : ٨١، الباب الرابع في صفة الصلوة، الفصل الخامس في زلة القاري.
([16]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٤٩، بحواله ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١/ ٥٥٢، التاتارخانية، کتاب الصلوة، الفصل الثامن في الحث علي الجماعة : ١ / ٦٢٧.
([17]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤١٨، بحواله عالمګيري، ج : ١، ص : ٨١، الباب الرابع، الفصل الخامس في زلة القاري.
([18]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٦٢، بحواله الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب الامامة : ١ / ٥٤٩، وکذا في ردالمحتار، کتاب الجهاد، باب البغاة : ٤ / ٢٦٤.
([19]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٣١.
([20]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٧٥، بحواله الزواجر عن اقتراف الکبائر، الکبيرة الثانية والخمسون بعد الماتين : النميمة : ٢ / ٣٦، وکذا في مجمع الانهر ملتقي الابحر، کتاب الصلوة، فصل الجماعة سنة مؤکدة : ١ / ١٠٨.
([21]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٤٣١،
([22]) فتاوى محموديه، ٦ : ١٧٦، بحواله مشکوة المصابيح، کتاب الادب، باب ماينهي عنه من التهاجر والتقاطع واتباع العورات : ٢ / ٤٢٧ – ٤٢٨.



