امریکا کې سیلابونو په زرګونو کورونه ویجاړ کړي،۸مړی موندل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۷) زرغون خوږیاڼی
د امریکا متحده ایالتونو د لویزیانا په ایالت کې د شدیدو ورښتونو په پایله کې د راوتو سیلاونو له امله تر ۴۰ زرو زیات کورونه ویجاړ او تخلیه شوي دي، تر اوسه لږ تر لږه ۸ تنو مړي موندل شوي دي، د چارواکو په وینا د مړو د زیاتیدو ویره هم شته.
د یاد ایالت چارواکي وايي، چې څه باندې شل زره کورونه د شدیدو ورښتونو او راوتلو سیلابونو له امله زیانمن شوي او اوسیدونکي يې د ژغورونکيو عمليې لخوا خوندي سیمو ته لیږدول شوي دي.
سیمې ته څه باندې ۲۵۰۰ زره تنه سرتیري د ژغورنې په فعالیتونو کې د ګډون په موخه استول شوي دي. ویل کیږي څه باندې ۳۴۰۰ تنه انسانان او کورني حیوانات چې د مرګ د ګواښ سره مخامخ ول ژغورل شوي دي.
چارواکو ویلي، چې په سلګونو موټرې هم سیلابونو وړي دي او بیړنی حالت اعلان شوی دی.
په یاد شوي ایالت کې په زرګونو تنه د کورونو نه تخلیه شوي او بې کوره شوي دي.
د امریکا د لویزیانا ایالت په سویل کې د شدیدو بارانونو د اورښت په پایله کې سیلاونه راوتلي دي. په سیلاونو کې تر اوسه پورې د ۸ تنو مړي موندل شوي دي.
په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې سیلابونو موټرې له ځانه سره روانې کړي دي او ژغورونکي ټیمونه یې په وړو کشتیو پورې راکشوي.
ویل کیږي، چې په ځینو سیمو کې اوبه تر ۶۰ سانتي مترو پورې لوړې شوي دي.
د لویزیانا د ایالت والي د بیړني حالت د اعلانولو نه وروسته د بیړنیو حالاتو او ناورین فدرالي ادارې نه د مرستې غوښتنه کړې ده..
د یاد شوي ایالت چارواکو او د هوا پیژندنې ادارې ویلي دي، چې د سیلابونو تهدید لا پایته رسیدلی نه دی او په بعضو سیمو کې د نورو سیلابونو او د اوبو د کچې د لا لوړیدو امکان شتون لري.



