کــــومه ده ازادي  ؟؟

لیکوال: صفي الله رائد

په افغـانستان کې افغانان د ازادۍ د ۹۷ ومې کليزې په مناسبت جشــنونه او مېلې جوړوي،پکې سندرې او ډولونه غږوي، وایې چې نن مو د هېواد دازادۍ کليزه ده. او حال داچې، نه خو د افغانستان دازادۍ ۹۷  کاله وتلي او نه خو افغانانو له انګرېزانو ازادي اخیستې.

انګریزان زمونږ دازادۍ ســـلبولو ته راغلي ول، ولس یې پر ضد مسلح مقاومت وکړ او انګریز یې په ګونډو کړ. دافغانستان د ازادۍ کریډیټ افغان ولس ته ځې دهېچا شخصي کاتې ته یې مه غورځوئ  !.

بله داچې په افغانستان کې دازادۍ جشن تجلیلول داعام ولس د ذهنونو د مسخه کولو یو لوی سازش دی.

کومه ده ازادي؟  له چا مو اخیستې ازادي؟  دمګړۍ مو چا سلب کړې ازادي ؟؟. ديوچا چى هيواد ازادنه وي ،؟  ولس یې  ازادنه وي ، ؟  قوم یې ازاد نه وي ، کلی یې ازاد نه وي ، کور یې  ازادنه وي ، ؟

او بیا هم دازادۍ ورځ لمانځي !!؟

نه پوهېږم چې بیده  افغانان کومه ازادي لمانځي؟

هغه ازادي چې ددوی په اصطلاح له انګریز نه یې اخیستې ؟  او که اوسنۍ په ډيموکراسي او اشغال ککړه ازادي؟  که ناخبره افغانان  د ۹۷ کلیزې په  مناسبت جشنونو کې ډولونو ته نڅیږي او دا ورځ د خپلې ازادۍ ورځ بولي، نو باید په دې پوه شي چې مونږ له انګریز څخه ازادي نه ده اخیستې بلکې انګریز زمونږ هیواد ته دازادۍ دسلبولو په موخه راغلی و، چې ولس یې مقابل کې مسلح مقاومت وکړ او انګریز یې پر ګونډو کړ.

او که اوسني کرغیړن بد حالت ته دوی د ازادۍ نوم ورکوي  او همدغه په اشغال ککړه ازادي لمانځي، نو بیا ســـمه ده، بیا دې ښـــه په درز کې ولمانځي، د باګرام وحشي زندان مخ ته دې هم جشنونه وباسي، د پولچرخي زندان مخ ته دې هم ډولونه وډنګوي، او ازادي دي ولمانځي. د هلمند دکونډو رنډو یتیمانو او بې کوره شویو خلکو په یاد دې هم وناڅي، کندز او بغلان هم د هېرولو نه دی، دهغوی مخ ته هم نڅا پکار ده، ځکــه هغوی هم ازاد دي او ازادي لري.

کومې ازادۍ ته چې ګوډاګیان ازادي وایې دا عبارت له غلامۍ څخه ده نه له ازادۍ. افغانان باید وېښ او په دې پوه ووسي ،چې زمونږ ګران هېواد دمګړۍ  هوایې او زمیني تر اشــــغال لاندې دی، دلته ودونه بمبارېږي، جنازې مو بمبارېږي، جماعتونه مو بمبارېږي، کلینکونه مو په نښه کېږي،  عام بې ګناه  افغانان په لارو کوڅو کې وژل کېږي، نو کومه ده ازادي؟  له چا مو اخیستې ازادي؟

په داسې کړکېچن بد حالت کې د ازادۍ جشنونه جوړول د ازادۍ نه بلکې د غلامۍ جشنونه دي او بس.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button