(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمریر۲۸) زرغون خوږیاڼی
طالبانو په یوه خپره شوې اعلامیه کې افغان او په ازادۍ مئين ولس ته د خپلواکۍ د ۹۷ یمې کلیزي مبارکي وویله.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په رالیږل شوې اعلامیه کې لیکلي: ((لکه څنګه مو چې هیواد له انګریزي استعمار او بیا له روسي ښکیلاک څخه د تاریخي قربانیو په پایله کې نجات وموند؛ همدارنګه هیله مند یو چې دا ځل د امریکایي او د هغوی د متحالفو یرغلګرو څخه هم د الهي نصرت په برکت خپلواکي او آزادي ترلاسه کړو)).
طالبانو په حکومتي چارواکو غږ کړی، چې نور د اشغالګرو مرسته پریږدئ، له خپل دین او ولس سره جفا مه کوئ او د مجاهدینو سره د هیواد د ازادۍ لپاره یو ځای شئ.
د خپلواکۍ په مناسبت د طالبانو اعلامیه د ارزښت له مخې کټ مټ خپروو:
له انګریزي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د ۹۷یمې کلیزي په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
د اسد (زمري) د میاشتې ۲۸مه نیټه ، د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ورځ ده ، په دې ورځ افغان ولس د لویې بریتانيې د انګریزي ښکیلاک له یرغل څخه آزادي ترلاسه کړې.
څه کم یوه پیړۍ وړاندې هغه مهال چې افغانستان د انګریزي ښکیلاک تر غیرمستقیم اشغال لاندې و او د اوس په شان د هیواد سیاسي اختیار، کورنۍ او بهرنۍ پالیسي او ډیر اختیارات د اشغالګرو برتانویانو لخوا اشغال شوي وو په ۱۲۹۸ لمریز کال د افغانستان مجاهد اولس د خپل غصب شوي استقلال د بیرته راګرځولو لپاره مسلح جهاد پیل کړ او له انګریزي ښکیلاک سره په څلورو جبهو، کندهار، پکتیا، ننګرهار او کونړ نورستان کې وجنګېدل چې د بریمن جهاد په پایله کې یې انګریزي ښکیلاک ته شکست ورکړ او د افغانستان د خپلواکۍ په رسمیت پیژندلو ته یې اړ کړ. تردې چې د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد د میاشتې په ۲۸ نیټه افغانستان د بشپړ مستقل هیواد په حیث اعلان او د انګریزي ښکیلاک له هر ډول پټ او ښکاره اشغال څخه یې نجات وموند.
د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره د قربانۍ د همدې ستري ورځي په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت خپل مجاهد او پر آزادۍ مین ولس ته د زړه له تله مبارکي وایي .
لکه څنګه مو چې هیواد له انګریزي استعمار او بیا له روسي ښکیلاک څخه د تاریخي قربانیو په پایله کې نجات وموند؛ همدارنګه هیله مند یو چې دا ځل د امریکایي او د هغوی د متحالفو یرغلګرو څخه هم د الهي نصرت په برکت خپلواکي او آزادي ترلاسه کړي .
که له یوې خوا د هیواد روان وضعیت ته ګورو د تأسف ځای دی چې د ګران هیواد د ازادۍ نیټه په داسې حال کې استقبالوو چې هیواد مو یوځل بیا د نړیخورو اشغالګرو تر یرغل لاندې دی؛ خو بل اړخ ته په پام سره د شکر او حمد ځای دی چې افغان میړنی او غیرتي ولس لا هم هغه پخوانی ولس دی، هماغه ایمان او د خپلواکۍ غوښتنې احساس لري چې د خپل محکم ایمان او خپلواک فطرت د غوښتنو په مبنا یې په تش لاس د نړیوالو اشغالګرو په خلاف جهاد پیل کړی او په نتیجه کې یې دا ده امریکا هم د پخوانيو یرغلګرو په څير له ماتې او رسوايۍ سره مخ ده، په زرګونه عسکر يې وژل شوي، اقتصاد يې په ګونډو شوی او نړیوال حيثیت يې له منځه تللی دی.
د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له فرصت نه په استفاده اسلامي امارت پر هغو افغان نما څیرو چې له اشغالګرو سره یې د خپل اسلامي هیواد او خاورې په اشغال کي مرسته کړي او لا هم په څنګ کې ورسره ولاړ دي غږ کوي چې نور دي په افغانستان کې د اسلام ضد او پردیو مفکورو له واردولو څخه ډډه وکړي، د اشغالګرو مرسته دې پریږدي، د کمونستانو له ماتې اوشرميدلي حالت څخه دي عبرت واخلي، نور دي د خپل ولس او دین سره خیانت او جفا نه کوي او له خپل مجاهد ولس سره یوځای دې د اسلامي نظام د نفاذ او د وطن د ازادۍ په لاره روان شي .
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۳۷/۱۱/۱۴هـ ق
۱۳۹۵/۵/۲۷هـ ش ـــ 2016/8/17م


















