د بغلان ولایتي شورا د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت سخته اندېښنه څرګنده کړې

کابل ټکی کام ۲۹زمري/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د بغلان ولایتي شورا غړو د دغه ولایت پر امنیتي وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده او حکومت یې پر ناغېړۍ او بې غورۍ تورن کړی دی.
د بغلان د ولایتي شورا یوه غړي رسنیو ته د امنیتي وضعیت په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د حکومت د بې غورۍ له کبله طالبانو په دغه ولایت کې پرمختګ کړی.
«حکومت بغلان ولایت ته هېڅ پاملرنه نه کوي، بس یوازې سرتېرو ته ټوپک او رېنجر ورکوي او د نورو امکاناتو په برابرولو کې ورسره هېڅ مرسته نه کوي.»
طالبانو په بغلان ولایت کې ګڼې امنیتي پوستې نیولي دي، پر پراخو سیمو یې خپل کنټرول ترلاسه کړی او لا هم ګڼې سیمې د طالبانو تر سختو جګړو لاندې دي.
ده همدا راز وویل، چې حکومت حقایق پټوي او خلکو ته درواغ وايي.
د یادولو ده، د بغلان ولایت ګاونډیو (کندوز او تخار) ولایتونو کې هم طالبانو سختې جګړې پیل کړي دي، چې تراوسه پورې یې ګڼې پوستې او پراخې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي



