
پاکستانیو ځواکونو د چمن سرحدي دروازه تړلې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۰) الماس خدرخېل
د افغانستان پاکستان د چمن او سپين بولدک تر مينځ دروازه د پنشنبې په ورځ وروسته له هغې وتړل شوه، چې سپين بولدک دروازې ته څېرمه د پاکستان بيرغ وسوزول شو او د سپين بولدک له لوري ځينو کسانو پر (باب دوستي) لويه دروازه د ډبرو وارونه وکړل.
پاکستاني رسنيو ويلي: چې پاک ـ افغان دروازه هغه مهال د پاکستاني پوځيانو له خوا بنده شوې کله چې افغانانو د خپلواکۍ ۹۷ کليزي د لمانځني په مهال د پاکستان بيرغ ته د پاک ـ افغان دروازې په سيمه کې اور ورته کړ.
ويل کېږي چې له يادې لارې نه هره ورځ تر ۱۵ زره پوري په تجارتي توکو بار موټران د چمن او وېش بازارونو ته داخليږي.
د رسنيو په وينا نن (شنبه) هم لویه دروازه د مسافرو او موټرو پر مخ تړلې ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت بند دی. دپولې دواړو غاړو ته په سلګونه لاریانې اوکنټېنران ولاړ پاتې دي، چې له امله يې له افغانستان څخه چي کوم انګور او خټکي پاکستان ته را روان وو، هغه په لارۍ موټرو کې خراب شوی دي، دغه ډول د پاکستان له لارې د ناټو ځواکونو لپاره د سامانونو وړل هم بند شوي دي.
په دې اړه په چمن کې یو چارواکي ويلي، چې پوله به تر هغه وخته پوري تړلې وي، تر څو چې د اسلام اباد له خوا اجازت نه وي ورکړل شوی.



