د افغانستان د خپلواکۍ ورځ

لیکنه: د خړې حجرې خړ طالب

ازادي د خدای تعالی له جانبه یو عظیم نعمت دی. حریت غوښتنه د انسان په خټه کې پرته ده پدې معنا چې ازادي د انسان په جوړښت کې د خمیر مایې حیثیت لري. اوس پوښتنه :داده چې کوم حریت؟ او کومه ازادي؟ د خدای ج په حدودو کې بندي انسان ته د ازادۍ نعمت لوړ شان لري کوم انسان چې خپل رب ته د انقیاد غاړه کیږدي، د شریعت په چوکاټ کې د ژوند چارې سمبال کړي، د الهي حدودو په محوطه کې د نفسي خواهشاتو خلاف د شیطاني طلسم او جال څخه د ازادۍ په غرض په دنیا کې خپله زندگي د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث مبارک مطابق چې؛
-الدنیا سجن المؤمن و جنت الکافر- عیاره کړي دغه ته فردي ازادي ویل کیږي. که څه هم د کفري او غربي نړی دجالیون او دیموکراتان او په دوی پسي غورځیدلي بي ضمیره بي غیرته د اسلامي روحیې څخه خلاص مسلمانان فردي ازادي دې ته وایې چې؛ خپل ژوند د ځنگل د حیوان په څیر د اسلام او سالم عقل له دایرې دباندي د شیطاني هوا او هوس مطابق چې څه یې زړه وغواړي تیرکړي دغه حیوانیت ته دوی فردي ازادي وایي.
خو دا قصه د انسانیت د تقاضا هم خلاف ده ځکه هم د دې ازادی له وجهې دیموکراته نړی لالهانده ده او تل د خودکشی په کولو سره ځان د دې ازادی له ناورین څخه چې انسانیت یې مانع دی، خلاصوي.
اوس به راشو هغه ازادی ته چې څوک استقلال ورته وایې څوک خپلواکي او څوک یې ازادي بولي دغه تعبیرونه بیا په سیاسي اړخ پورې تړلي دي چې هر ملک خپله د ازادی ورځ لري دغه ورځ په ډیر غرور سره لمانځي او دا د ځان لپاره وقار بولي دا یوه قهرماني بولي، دا په رښتیا هم چې ستر ویاړ دی ستره قهرماني ده هر ملک د خپلواکی ورځ لري د ازادی ورځ لري پدي ورځ جشنونه جوړوي دا ورځ لمانځي رښتیا هم دا ورځ په لمانځلو او ویاړ ارځي.
جابرو هیوادونه تل کمزوري هیوادونه تر خپل استعمار او استثمار لاندې راولي د دوی دا عادت دی چې کوم ملک ته د اشغال په نیت ورځي دې ته دوی خپل نمایشي نومونه لري د تعمیر او ابادی په کاذبه داعیه خپلو شومو اهدافو ته ځان رسوي دا ټول د دوی خپل الفاظ دي چې خپل مفاهیم لري او دوی خپل قاموس ورته لري. د استعمار په شومو اهدافو د هرملک خپلواکې او ځبرکې څهرې پوه وي د خپلواکی د اعاده کولو لپاره خپل تحریک چلوي جبهې جوړوي اشغالگران په شرمیدلي حالت له ملکه شړي.
دغه قصې دا زموژ په گران افغانستان کې ډیرې پیښیږي پخوا د چنگیز او انگریز قصې او دا زموژ په یادون د روس او امریکې قصې خو دادی ټولو ته معلومي دي چې هر وخت د ملت له زړونو د خپلواکی نعرې د قربانیو په ورکولو زمزمه شوي د جابرو اشغالګرو څخه د ازادی نعمت ترلاسه شوی.
دا ورځ خو په لمانځلو ارځي اوس نوې خبره داده چې دا څوکاله د کابل غلامه اداره هم خدای دي نه خواروي دا ورځ لمانځي بیا کوترې هم پکې الوزوې د سړي په سر کې دا مغز ورته په جوش شي چې څومره د انساني کرامت خلاف او څومره له حیا خلاص جرأت دی چې د ازادی د لمانځلو خبره په خوله راوړي؟¡ ژغ خو مه لره خوله خو پټه ونیسه¡ شرمیدلیه¡ غلامه¡ دا خپلواک وطن خو مه راشرموه ستا ضمیز ذبح شوی ته وجدان نلرې چې د ځان او ناموس اختیار دې نشته د غلامی او ارتداد په ذلیل آخور لکه بې شعوره حیوان ولاړ یې د یهودو او نصاراوو په چوپړ کې لکه اوښ “چو” یې ستا یې له دې کار سره څه؟! دا ورځ خو به په غرونو کې زمریان لمانځي د حریت او خپلواکی پرښتې د خپلواک وطن له منځه را ټوکیدلي طالبان به یې د وطن په مغرورو دښتو کې، د وطن په سر لوړو دنګو غرونو کی لمانځی چې د ازادی گټلو په خاطر یې د وطن خاوره قدم په قدم د اشغالگرو قتل گاوي جوړي کړي دي او د خپل تن په وینو یې د ازادی څانگې غوټی غوړوي.
هو ¡ همداسې ده.

د جانکیرې په لاس جوړه شوې د عقل او منطق څخه خلاص بې مغزو دوه سرې ادارې¡ تاسو د څه شي ازادې لمانځئ؟¡ د فقر څخه د ملت د نجات ازادې،؟ د اقتصاد ازادي،؟ د تعلیم ازادې،؟ د سرو کفارو د اشغال څخه د خپلواکی ازادې،؟ او که ستاسو دوه سرو دوه ببخو¡ چې په یوه کرسی مو د ځایولو ناکام کوشش تر بیخه وکړ او هیواد مو په اقتصادي، تعلیمي، زراعتي،سیاسي، مذهبي، اجتماعي او مدني لحاظ له بیخه وکیښ¡ که د دې حالت څخه د نجات ازادي لمانځئ؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button