
شنونکي: په افغانستان کې د B-52 الوتکو بمبار به د ملکيانو مرګ ژوبله زياته کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵زمری ۳۱) الماس خدرخېل
پوځي شنونکي په افغان جګړه کې د امريکايي ځواکونو له لوري د B-52 الوتکو بمباري د ملکي خلکو ژوند ته لوی ګواښ بولي.
خو ګډ حکومت يې هرکلی کړی او د کابل دفاع وزارت د بهرنیو ځواکونو له لوري له بي ۵۲ ډوله الوتکو په جګړه کې کار اخیستل تاییدوي او ملاتړ یې کوي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو صلاحيتونو زياتولو وروسته، دوی يو ځل بيا په افغان جګړه کې د B-52 الوتکو د بمبار خبر ورکړی اودغې ځواک له کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو استفاده زیاته کړې، چې له کبله یې په یو شمېر ولایتونو کې ملکیانو ته د تلفاتو اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
چارپوهانو ويلي، دا چې په افغان جګړه کې وسلوال معلوم لوی مرکزونه نه لري او جګړه ښارونو ته نږدې په کليوالو سيمو کې روانه ده، نو د لويو الوتکو بمباري به د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړي او دا کار به د جګړې د مهارولو پر ځای جګړه لا پسې تونده کړي.
شنونکی عتيق الله امرخېل وايي، اوسني جنګونه چریکي دي او د دوه یا پنځه کسانو د ګروپ د له مینځه وړلو لپاره، د دغو الوتکو کارول بې معنی دي، که د وسله والو مخالفینو د روحیې د کمزوري کولو لپاره وي، دا نو بیا بل بحث دی، خو څرنګه چې دا الوتکې د لویو هدفونو لپاره کارېږي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې نتیجه نه ورکوي
B-52 الوتکې بهرنیو ځواکونو په ۲۰۰۱ کال کې په افغان جګړه کې وکارولې او د بمباریو پر مهال یې سلګونو ملکیانو ته هم مرګ ژوبله واوښته.
دا مهال د افغانستان تر دېرشو زیاتو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو سره جګړه روانه ده او افغان ځواکونه کلي په کلي له وسله والو سره په مخامخ جګړه بوخت دي او پر وسله والو د بمبارد پر مهال زیات ملکیان په خطر کې دي او دې موضوع د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنر عبدالرحمن هوتکي اندېښنې هم راپورته کړې دي.



