
انوارالحق مجاهد د طالبانو له نوي مشر سره د بیعت اعلان وکړ
کابل ټکی کام (یکشنبه، زمری ۳۱مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
د وسلوالو طالبانو د تحریک مؤسس او مشر ملا محمد مجاهد له مړینې وروسته یو شمیر وسلوال طالبان د طالبانو له لیکو بیل پاتې شول او ځینو خو یې د اسلامي امارت د عالي شوری په نوم د ملا محمدرسول په مشرۍ ځانته بیله ډله جوړه کړه، خو د طالبانو د نوي مشر شیخ الحدیث مولوي هبةالله اخندزاده هڅه وکړه چې د طالبانو په لیکو کې یووالی رامنځته کړي.
نن د هیواد د جهادي او علمي شخصیت مرحوم مولوي محمد یونس خالص زوی او ځای ناستي مولوي انوالحق مجاهد هم اعلان وکړ چې له شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده سره یې بیعت کړی.
مولوي انوارالحق مجاهد ویلي چې د الله تعالی د ارشاداتو په تطبیق د مجاهدینو د صف د یووالي او د خپل والد صیب د توصیې سره سم (چې ویلي یې و د تل لپاره به د ملا محمد عمر مجاهد ملاتړ او تایید کوئ) داسلامي شریعت په چوکاټ کې د طالبانو د نوي مشر شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده سره د کفر او الحاد په مقابل کې د جهاد بیعت کوم.
په دې نږدې وروستیو کې د ملا محمد رسول د ډلې مرستیال ملا بازمحمد حارث ، نظامي قوماندان ملا اخترمحمد اخند او د ملا دادالله رهبر کورنۍ او قوماندانو هم د طالبانو له نوي مشر سره بیعت کړی دی.
د طالبانو نوی مشر په دې بریالی شوی چې د ملا محمد مجاهد له مړینې وروسته یو ځل بیا ټول تیت او پرک طالبان متحد کړي.
دا مریکا او افغانستان استخبارات په هر قیمت هڅه کوي چې د طالبانو لیکې سره وویشي خو طالبان ورځ تر بلې متحد او غښتلي کیږي چې دا به دامریکا او د ملي وحدت حکومت په وړاندې دسترو ستونزو په پیداکیدو کې مهم رول لوبوي.



