د بي ۵۲ الوتکو په بمبار کې د الچین پل ونړول شو.

کابل ټکی کام (یکشنبه، زمری ۳۱مه، ۱۳۹۵ل) بصیراحمد پاڅون
تیره شپه وسلوالو طالبانو د کندز ښار ته نږدې د پل الچین په سیمه کې له دولتي ځواکونو ټولې پوستې او یوه ستر پوځي قرارګاه ونیوه او د کندز ښار د محاصرې کړۍ یې لا هم تنګه کړه.
طالبانو ویلي چې تیره شپه ۹ بجې د امریکایي بي ۵۲ ډوله الوتکو د الچین پل يه سیمه کې پر هغو مجاهدینو بمبار وکړ چې د دې پل سره نږدې ځای پرځای شوي و، طالبانو ویلي چې په دې بمبار کې د الچین پل نړیدلی او درې تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي دي.
خبر زیاتوي چې افغاني او امریکایې ځواکونو د الچین پل په نړولو سره غوښتل چې د کندز ښار ته د طالبانو د زغروالو وسائطو د ننوتلو مخنیوی وکړي.
خو دولتي چارواکي د الچین د نړولو پړه پر طالبانو اچوي او طالبان دا ادعا په کلکه ردوي او وایي چې امریکایي او افغاني ځواکونو په لوی لاس په دې پل بمبار کړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button