(کابل ټکی کام ۱۳۹۵وږی ۳) الماس خدرخېل
ذبيح الله مجاهد کابل ډاټ کام ته، په يوه رالېږلي خبر کې ويلي، چې د دوی ملګرو له تېرو څو ورځو راهيسې د لغمان ولايت بادپخ ولسوالۍ او شاوخوا پوستو باندې تعرضي بريدونه پيل کړي او ولسوالۍ يې تر کلکې محاصرې لاندې نيولې.
هغه زياته کړې، چې يادې ولسوالۍ ته ورغلې لارې يې ټولې د حکومتي ځواکونو پر مخ تړلي او ولسوالۍ ته يې د ځمکې له لارې اکمالات بند کړي.
مجاهد وايي، عسکرو غوښتل چې د ولسوالۍ دفاعي پوستې ته اوبه وخېژوي، خو د طالب وسلوالو له بريدونو سره مخ شول، هغه په دې بريد کې د ۱ عسکر وژل کېدل هم مني او وايي، چې وروسته بيا حکومتي ځواکونو په سيمه کې د ملکي خلکو په کورونو هوايي بريدونه کړي او يو شمېر خلکو ته يې مالي تاوان رسولی او ګڼ کورونه يې ويجاړ کړي دي. په خبر کې د ځاني زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.
تر دې دمه دولتي ځواکونه په هوايي بمار کې د خلکو د کورونو په نړولو چوپه خوله دي.

















