د کندز ولایت نه ، ولس دسقوط په حال کې دی

تیرمیلادی کال ۲۰۱۵  د ستمبرپه ۲۸مه طالبانو د کندز ښار د یوې اونۍ سختې کلابندۍ وروسته ونیوه له لوی زندانه ېې تر۶۰۰ پورې زندانیان ازاد کړل .

د کندز د ښارنیولوسره طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه په اعلامیه کې د کندز ښاریانوته ډاډ ورکړل شوی ؤ چې دولتي مامورین او ملکي وګړي دې په ډاډه زړه خپلو خپلو کارونوته دوام ورکړي.

تیرکال د کندز د ښارپه جګړه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله او هم ولس ته مالي او ځاني تاوانونه واوښتل خو ترټولو لویه غمیزه د ناټود الوتکو ړنده بمباري وه چې تر۵۲ زیات بې پولې ډاکټران او د روغتون کارکوونکي پکې ووژل شول.

د کندزښار د یوې اونۍ دجګړې په دوام طالبانو ونیوطالب وسله وال چې د کندز ښارته داخل شول د کندز ښارو خوښاریان ېې نه وو چې د یوې میاشتې په تیریدوسره بیاهمغه کندزله ښاریانو ډک شو.

دا اوس چې په کندزکې کومې جګړې روانې دي د تیرکال سره ېې توپیر دادې چې تیرکال د کندز ولایت سقوط کړې وه خو په روانو جګړو کې ولایت نه بلکه ولس دسقوط سره مخ دی.

دتیرکال ستمبرپه جګړه کې د ناټو هوایي پوځونو هرڅه امکانات درلودل خو په کندزکې دکلابندو افغان ځواکونوملاتړنه کاوه  چې بالاخره افغان پوځونه تیښتې ته اړشول اما تیره ورځ د ناټو ځواکونه یوځل بیاپه هلمند هوايی ډګرکې خای پرځای شول  دفاع وزارت ته ېې ډاډ ورکړ چې کندز او هلمند به سقوط ته نه پریږدی .

دامهال په کندزکې د روانو جګړو له امله تر ۳۰۰۰پورې کورنیوله خپلو کورونو نوروسیمواو ولایاتو ته کډې کړیدي چې زیات شمیرکورنیود تخارلاره نیولې ده .

که د کندز پر ولایت جګړې زور واخلي اوطالب وسله وال بیا د کندز په نیولو وتوانیږي کندز به ونیسي  نا ټوبه بیا ړندې بمبارۍ پیل کړي چې د بمباریو وروسته به د کندز ښاروي خو ولس به څه  د دواړو خواو لخوا د کندزپرسر جګړه کې وژل شوی وي ،څه به دکډوپه کولوکې ووژل شي اوڅه به د ناتوهوایي ځواکونه دکندز دبیا نیولو پرمهال ووژني چې بیابه کندز وي خو ولس به ېې سقوط کړی وي.

د کندز د ښارد بیانولود جګړی او هم دخان آباد پرولسوالۍ دجګړو له امله  له خان آباده،ملاسردار،

سه صدفاملۍ، اوپل الچین څخه تردوه زرو او دکندز دښار د بیلابیلو سیموڅخه ترزروکورنیوپورې له خپلوکورونو کډې کړي دي چې د کډوالۍ دستونزوعلاوه دخوراکي توکونشتوالې او نه درملنې له امله ېې ماشومان دمرګ سره مخ دي  .

د کندز ولس داځل ځکه دسقوط سره مخ دی چې د ملی یووالی حکومت تراوسه پورې په اهموپوستونوخپلواکه ګمارنې نه شي کولای په لوړو پوستونوګمارنې یا د حکومت دلومړیو پرمهال دشوی موافقې اویا دزورواکواو هم دمصلحتونو په بنیاد کیږي ولس ته هیڅ دول پاملرنه نه شته .

دولتي چارواکي اوپه ځانکړی توګه دکورنیواو دفاع په وزارتونوکې د اختلاف پله درنه ده د اصلاحاتو برخه ډیره کمزورې ده ځکه خو یواځې هغه ولایات نه چې جګړوپکې زوراخستي بلکه ټول نظام دخطرسره مخ دی.

 که دکندز ولس د روانو جګړو او اختلافاتوله امله سقوط وکړ لری نه ده چې نور ولایات به هم د ورته برخلیک  سره مخ شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت که څه هم دا اندېښنې نه‌تائید او نه‌هم ردوي، خو وايي چې سیاسیون دې د مداخلو پر ځای د اصلاحاتو ملاتړ وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button