
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ پيل شوې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ وږی ۵) زرغون خوږیاڼی
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ په رسمي توګه پرانسته وشوه، د فوټبال د فدراسیون مطبوعاتي مسوول سید علي کاظمي وویل، چې په دې سیالیو کې به د هیواد د اتو زونونو ټیمونه ګډون وکړي او دا لوبې به ۴۹ ورځې دوام وکړي.
دا ۸ ټیمونه په دوه برخو ویشل شوي او هره برخه کې څلور ټیمونه دي، چې له دواړو برخو څخه به دوه ټيمونه نیمه پای لوبې (سیمې فاینل) ته وځي.
شاهین اسمايي ډله، د میوند اتلان، توپان هریرود او د اباسین موجونه لوبډلې په لومړي ګروپ کې او د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، د امو موجونه د هندوکش عقابان لوبډلې په دویم ټیم کې شامل دي.
د سیالیو لومړۍ لوبه د سپین غربازانو ټیم د سیمرغ البدرز تر منځ ترسره، چې په مساوي توګه پای ته ورسیده.



